ارګ: ولسمشر غني دپاکستان دلوړ پوړو چارواکو سره ګوري

ولسمشر غني د ترکمنستان له یو ورځني سفره وروسته پرون له دوبۍ څخه نیویارک ته روان شو.

د ارګ سرچیني وايي چې ښاغلی غني به مخکې تر دې چې نن ماښام د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته وینا وکړي، د پاکستان، ډنمارک، اتریش او فنلنډ د حکومتونو له مشرانو او د متحده عربي اماراتو له بهرنیو چارو وزیر سره وویني.

دې ته په پام چې د افغانستان او پاکستان اړیکې ښې نه دي، له صدراعظم خاقان عباسي سره د ولسمشر غني نننۍ کتنه مهمه ګڼل کېږي.

دا به د دواړو خواوو ترمنځ لومړنۍ مخامخ خبرې وي.