ارین یون وايې، پاکستان غواړي نړیولې ټولنې ته بیا دوکه ورکړي

 

د افغانستان د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون یو شمېر غړي افغانستان ته د پاکستاني لوړ پوړو چارواکو د سفر هدف د نړیوالې ټولنې غولول بولي.

د ولسي جرګې د دغه کمېسیون یو شمېر غړي پخوانیو تجربو ته په کتو، افغانستان ته د پاکستاني لوړ پوړو چارواکو دا ډول سفر، بې نتیجې بولي.

دوی کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې راتګ ته په اشارې وايي چې دغه هېواد تل د افغانستان په وړاندې د چل او فریب سیاست پر مخ وړی.

د دغه کمېسیون غړې ارین یون د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې پاکستان غواړي وښيي چې خپلو وعدو ته ژمن دی، له ترورېزم سره مبارزه کوي او هڅه یې دا ده چې له دې لارې نړیوالې ټولنې ته دوکه ورکړي.

اغلې یون زیاته کړه،د پاکستان حکومت دغه لوړ پوړی پلاوی یوازې د دې په خاطر افغانستان ته را لېږلی چې نړیوالې ټولنې ته وښيي چې دغه هېواد غواړي ترورېزم له منځه یوړل شي او په خپلو ژمنو کې رښتینی دی، په داسې حال کې چې داسې سفرونه مثبته نتیجه نه ورکوي، بیا هم افغانان غولوي او افغانانو ته به کومه ځانګړې نتیجه ونه لري.”

دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي د سې شنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره تهمینه جنجوعه کابل ته راغله او له افغان چارواکو سره په لیدنه کې یې یو ځل بیا د هېواد له لوري، په خپلو ژمنو ټینګار کړی دی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني له مېرمن جنجوعه سره په کتنه کې یو ځل بیا له پاکستان غوښتي چې په خپل قلمرو کې د درېیم هېواد تر څار لاندې د ترورېزم پر ضد اقدام وکړي.

د دې سفر په لړ کې اغلې تهمینې جنجوعه، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال سره هم خبرې کړې دي.

د دغه وزارت د ویاند شکیب مستغني په وینا، مېرمن جنجوعه له افغان چارواکو سره د لیدنې او د سیاسي مشورو په لومړنۍ غونډه کې چې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او ګډو ستونزو ته د حل موندنې په هدف جوړېږي، کابل ته راغلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ملي یوالي حکومت د کار په پیل کې، د دواړو هېوادونو لوړ پوړو چارواکو کابل او اسلام اباد ته سفرونه وکړل.

تر دې وړاندې مخکینی افغان ولسمشر له وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو د زمینې د برابرولو په هدف، شااوخوا ۲۰ ځلې اسلام اباد ته سفرونه وکړل، خو کومه مطلوبه نتیجه یې نه درلوده.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو افغان کارپوه مشتاق رحیم وايي چې د پاکستان له لوري د ورکړل شویو ژمنو د عملي کېدو لپاره، نړیواله ټولنه باید په دغه هېواد سیاسي او اقتصادي فشارونه زیات کړي.