ازار ګټلی چرک بندي شو

د هندوراس پولیسو هغه چرګ بندي کړی چې له کبله یې لویه شخړه پیدا شوه.

کیسه داسې ده چې دا چرګ د خپل مالک د یوه ګاونډي باغ ته ورننوت او په لوړ غږ یې اذانونه شروع کړل. چې د باغ خاوند خپل ګاونډي ته له دې کبله شکایت وکړ، د هغوی ترمنځ شخړه رامنځته شوه.

له دې وروسته چې هغوی یو بل ته د وژلو ګواښ وکړ، د پېښې شاهدان دې ته اړ شول چې پولیس خبر کړي.

په پایله کې پولیسو د شخړې لامل “چرګ” نیولی او په زندان کې یې کې یې اچولی دی. پولیس وايي، چرګ به هغه مهال خوشې کړي چې دواړه ګاونډیان سره پخلا شي.