پنجشنبه , 25 اپریل 2024

استرالیا پاکستان ته د ۸۶ منډو په ستر توپیر ماتې ورکړه

تېره ورځ د استرالیا او پاکستان تر منځ د پنځو یوه ورځنیو سیالیو څلورمه لوبه پای ته ورسېده. استرالیا لوبه کې پاکستان ته د ۸۶ منډو په ستر توپیر ماتې ورکړه.

د لوبې پچه استرالیایۍ لوبډلې وګټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

استرالیایۍ لوبډلې ټاکلو شوو پنځوس اورونو کې د توپ وهنو پیاوړې توپ وهنې په مرسته یوازې ۶ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۵۳ منډې جوړې کړې.

د استرالیا لپاره وارنر ۱۳۰، مکسوېل ۷۸، هېډ ۵۱، سمېت ۴۹ او خواجه ۳۰ منډې جوړې کړې.

پاکستان په ځوابي توپ وهنې کې په ۴۳.۵ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۶۷ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يي د ۸۶ منډو په ستر توپیر وبایلله.

د پاکستان لپاره د توپ وهنې په برخه کې شرجیل تر ټولو غوره توپ وهونکی ثابت شو. شرجیل خان په یوازې ۴۷ توپونو د لسو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۷۴ منډې جوړې کړې.

د استرالیا لپاره هذل ووډ او ذامپا درې درې وېکېټې، هېډ ۲ او سټارک او کمېنس یوه یوه وېکېټه واخیسته.

د لوبې غوره لوبغاړی جایزه د استرالیا پیاوړی توپ وهونکی ته چې دغې لوبې کې يي په یوازې ۱۱۹ توپونو د یولسو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۱۳۰ منډې جوړې کړې وې ورکړل شو.

دغې لوبې له ګټلو سره استرالیاهېواد له وړاندې څخه د دغو پنځو یوه ورځنیو سیالیو ګټونکی شو. تر دې دمه د څلورو لوبو له جملې څخه درې لوبې استرالیا او یوه لوبه پاکستان ګټلې.

د سیالیو د دغې لړۍ وروستۍ لوبه به د جنوري په ۲۶مه ترسره شي.