پنجشنبه , 25 اپریل 2024

استرالیا پاکستان ته په ستر توپیر ماته ورکړه

تېره ورځ  د پاکستان او استرالیا ملي لوبډلو تر منځ د پنځو یوه ورځنیو سیالیو لومړۍ لوبه ترسره شوه چې پاکستان دغې لوبې کې له استرالیا څخه د ۹۲ منډو په توپیر ستره ماتې وخوړه.

دا په داسې حال کې دی چې له دې وړاندې استرالیایۍ لوبډلې پاکستان ته دریو څلور ورځنیو لوبو کې ۳-۰ سره ماتې ورکړې وه چې له امله يي پاکستانۍ لوبډله د کرکټ نړیواله درجه بندۍ کې له لومړۍ مقام څخه پنځم مقام ته ښکته شوه.

د استرالیا لوبډلې د لوبې پچې ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه. د استرالیايۍ لوبډلې د لوبې پیلونکي لوبغاړي ښه ونه ځلېدل خو هېډ، مکسویل او وېډ غوره او پیاوړې توپ وهنه استرالیا سره ستر هدف ټاکلو کې ډېره زیاته مرسته وکړه.

هېډ په ۳۹ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۳۹، مکسویل په ۵۶ توپونو د اوو څلوریزو په مرسته ۶۰ او وېډ په ۱۰۰ توپونو د اوو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۱۰۰ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

استرالیا په ټاکل شوو پنځوس اورونو کې نهه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۶۸ منډې جوړې کړې.

د پاکستان لپاره حسن علي ۳، محمد عامر او عماد وسیم دوه دوه وېکټې او محمد نواز یوه وېکټه واخیسته.

پاکستانۍ لوبډلې ځوابي توپ وهنې کې له ځانګړو منډو جوړولو پرته د استرالیايي توپ اچوونکو ښکار شول او په ۴۲.۴ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۷۶ منډې جوړې کړې.

د پاکستانۍ لوبډلې لپاره بابر اعظم په ۴۶ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۳۳ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی و.

د استرالیا لوبډلې لپاره ټولو توپ اچونکو غوره او پیاوړې توپ اچونې سره ښه وځلېدل. فالکنر ۴، کمېنس ۳، سټارک ۲ او مارش یوه وېکټه واخیسته.

د استرالیا توپ وهونکی وېډ په سختو شېبو کې خپلې لوبډلې لپاره ۱۰۰ ناسوځېدلو منډو جوړولو له امله د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.