پنجشنبه , 28 مارچ 2024

اسرائیلي حکومت: ایران ته په سوریه کې دپوځي اډو اجازه نه ورکوو

د اسرائیلو صدراعظم وايي، ایران ته اجازه نه ورکوي چې په سوریه کې پوځي اډې جوړې کړي.

بینیامین نتنیاهو تیره ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په وینا کې د ایران او د نړۍ د شپږو پیاوړو هېوادونو ترمنځ په اټمي موافقه کې هم د بدلون غوښتنه وکړه.

د ایران نظامي سلاکاران او ملاتړې ملېشې یې د سوریې په شپږ کلنه کورنۍ جګړه کې، د بشارالاسد د رژیم په پلوۍ جنګېږي.

د اسرائیلو مشرانو په دې وروستیو کې تور پورې کړی چې تهران دا مهال په سوریه کې د دایمي پوځي حضور هڅه کوي.

نتنیاهو وايي، تهران هڅه کوي چې له کسپین سمندرګي د مدیترانې تر بحیرې پر منځني ختیځ یوه ایراني پرده راښکته کړي.