پنجشنبه , 25 اپریل 2024

افغانستان د ایرلینډ لوبډلې ته په پنځو وېکېټو ماتې ورکړه

د صحرا جام نړیوال شل اوریزو سیالیو په لړ کې افغانستان خپل لومړۍ لوبې کې له خپل کلک او پیاوړی سیال ایرلینډ سره مخامخ شو چې دغې لوبې کې ملي لوبډلې سیالې لوبډلې ته په پنځو وېکېټو سخته ماتې ورکړه.

د ایرلینډ لوبډلې د لوبې پچه وګټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه چې افغان توپ اچوونکو غوره او پیاوړې توپ اچونې سره د ایرلینډ لوبډلې دغه پرېکړه غلطه ثابته کړه.

د ایرلینډ لوبډلې ټول لوبغاړي له ځانګړو منډو جوړولو پرته د افغان توپ اچونکو ښکار شول او ایرلینډ وتوانید ټاکلو شوو شلو اورونو کې خپل ۶ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۱۲۵ منډې جوړې کړې.

د ایرلینډ لوبډلې لپاره سټرلېنګ په ۲۴ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۲۵ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړونکی توپ وهوونکی ثابت شو.

که څه هم د ملي لوبډلې لپاره ټولو توپ اچونکو غوره او پیاوړې توپ اچونه وکړه خو یوازې ورو توپ اچوونکي د وېکټو په اخیستلو بریالي شول.

امیر حمزه، محمد نبي او راشد خان خپل څلور څلور اورونو کې دوه دوه وېکټې واخیستې. امیر حمزه خپل ۴ اورونو کې ۲۱، محمد نبي خپل ۴ اورونو کې ۲۷ او راشد خان خپل ۴ اورونو کې ۲۲ منډې ورکړې.

فرید احمد خپل ۴ اورونو کې ۲۲ او دولت ځدران خپل ۴ اورونو کې ۲۸ منډو ورکولو سره د وېکېټې په اخیستلو بریالي نه شول.

په ځوابي توپ وهنې کې د ملي لوبډلې لپاره محمد شهزاد او نجیب ترکی پیاوړې توپ وهنه پیل کړه او ملي لوبډلې ته يي غوره او د ستاینې وړ پیل ورکړ.

خو له ۵۴ منډو ملګرتیا وروسته محمد شهزاد خپله وېکېټه له لاسه ورکړه. محمد شهزاد په ۲۷ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۲۹ منډې جوړې کړې.

له محمد شهزاد وروسته لوبډلمشر اصغر ستانکزی توپ وهنه پیل کړه. اصغر ستانکزی په ۸ توپونو یوازې ۶ منډو جوړولو سره خپله وېکېته له لاسه ورکړه او له هغه څخه وروسته سمیع الله شینواری توپ وهنه پیل کړه.

نجیب ترکی په ۲۷ توپونو د دوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۱ منډو جوړولو څخه وروسته رن اوټ شو. له نجیب ترکی څخه وروسته نجیب الله ځدران د توپ وهنې لپاره د لوبې ډګر ته ووت.

سمیع الله شینواری په ۱۵ توپونو د دوو څلوریزو په مرسته ۱۳ منډو جوړولو سره خپله وېکېټه له لاسه ورکړه او پر ځای يي ګلبدین نایب توپ وهنه پیل کړه.

او ګلبدین نایب هم په ۷ توپونو یوازې ۲ منډو جوړولو سره خپله وېکېټه له لاسه ورکړه او محمد نبي له نجیب الله ځدران سره ملګرتیا لپاره د لوبې ډګر ته ووت.

محمد نبي په ۱۹ توپونو د یوې څلوریزې او یوې شپږیزې په مرسته ۲۶ او نجیب الله ځدران په ۱۲ توپونو د یوې څلوریزې او یوې شپږیزې په مرسته ۱۱ منډو جوړولو سره د لوبې تر پایه ناسوځیدلي پاتې شول.

افغانستان ټاکل شوی هدف په ۱۸.۴ اورونو کې یوازې پنځه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره پوره او خپل لومړۍ لوبې کې يي بریا ترلاسه کړه.

په صحرا جام کې د افغانستان دوهمه لوبه به د متحده عربي اماراتو په خلاف د جنوري په ۱۶مه او درېیمه لوبه يي نمیبیا په خلاف د جنوري په ۱۹مه ترسره شي.