افغانستان د سریلانکا په وړاندې ستر هدف په ټاکلو بریالی شو

۱۹ – کلنو نړیوال جام په لړ کې افغانستان خپله دوهمه لوبه د سریلانکا په وړاندې ترسره کوي. دغې لوبې کې چې همدا اوس روانه ده افغانستان د توپ وهونکو پیاوړې توپ وهنې په مرسته د سریلانکا پر وړاندې ستر هدف په ټاکلو بریالی شو.

د دغې لوبې پچه سریلانکايۍ لوبډلې وگټله او د توپ اچونې پرېکړه يي وکړه.

د ۱۹ – کلنو ملي لوبډلې توپ وهوونکو پیاوړې او غوره توپ وهنې سره د سریلانکا دغه پرېکړه غلطه ثابته کړه او ستر هدف په ټاکلو بریالي شول.

که څه هم افغانستان د لوبې د پیل په شیبو کې له ځانگړو منډو پرته د رحمت الله گرباز مهمه وېکېټه له لاسه ورکړه خو د نورو توپ وهونکو پیاوړې توپ وهنه افغانستان لپاره دغه ضایعه جبران کړه.

افغانستان ټاکل شوو پنځوس اورونو کې خپل ۷ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د ابراهیم ځدران، اکرام علي‌خېل او دروېش رسولي نیمه سلیزو په مرسته ۲۸۴ منډې جوړې کړې.

افغانستان لپاره ابراهیم ځدران په ۱۱۲ توپونو د یوې څلوریزې او پنځو شپږیزو په مرسته ۸۶ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی و. اکرام علي‌خېل په ۸۹ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته ۵۵ منډو جوړولو سره ښه وځلېد.

دروېش رسولي په یوازې ۴۴ توپونو د نهو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۶۳ منډو جوړولو سره تر ټولو چټکه توپ وهنه وکړه او ۱۹ – کلنو ملي لوبډلې سره يي دغه هدف په ټاکلو کې د پام وړ مرسته وکړه.

رحمت الله گرباز په ۱۷ توپونو د یوې څلوریزې په مرسته۷، نثار وحدت په ۲۰ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۲۵، عظمت الله عمرزی په ۱۰ توپونو د یوې څلوریزې او یوې شپږیزې په مرسته ۲۰، قیس احمد په ۶ توپونو د یوې شپږیزې په مرسته ۱۰ منډو جوړولو سره خپلې وېکېټې له لاسه ورکړې.