د افغانستان او زمبابوي تر منځ د پنځو یوې ورځنیو لوبو لړۍ لومړۍ لوبه ترسره شوه چې دغه لوبه
که څه هم د زیمبابوې په مرکز هرارې کې کیدونکي لومړی پنځوس اوریزه لوبه د باران له امله پوره ترسره نه شوه خو د لوبې ګټونکې لوبډله د افغانستان اعلان شوه.
د دې لوبې پیل توپ وهنه افغانستان وکړه چې زمبابوې ته یې د ۲۱۶ منډو هدف وټاکه.
زیمبابوې ټیم د لوبې له پیلولو وروسته د باران له امله لوبې ته تر پایه دوام ور نه شو کړای او ځنډ پورې څلور ویکټې له لاسه ورکړی
خو لوبډلې یې په ۲۷ اورونو او دوه بالونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۹۹ منډې جوړې کړې او د کرکټ د نړیوالې شورا د DLS طریقې له لارې د ۱۲ منډو په توپیر افغانستان ملې لوبډله د لوبې ګټونکې اعلان شوه.
دواړه ټیمونه به د پنځو یو ورځنیو لوبو دویمه لوبه د یکشنبې په ورځ ترسره کړي.