افغانستان د ۱۹ کلنو اسیایې جام کرکټ سیالیو اتل شو

د افغانستان ۱۹ کلنو ملي لوبډلې په پای لوبه کې د پاکستان ۱۹ کلنو ملي لوبډلې ته په ۱۸۵ منډو ستره ماتې ورکړه او د اسیایې جام اتلولي یې په خپل نوم کړه.

د لوبې پچه د پاکستان ۱۹ کلنو وګټله او افغانستان ۱۹ کلنو ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

افغان لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اورونو د ۷ لوبغاړو په سوزیدو سره ۲۴۸ منډې جوړې کړې،چې پکې اکرام الله فیضي په ۱۱۳ توپونو د دوه شپږیزو او ۱۰ څلوریزو په مرسته ۱۰۷ ناسوزیدلې،رحمان ګل ۴۰ او ابراهیم ځدران د ۳۶ منډو په جوړلو سره ښه وځلیدل او پاکستان لوبډلې ته یې د ۲۴۹ منډو هدف ورکړ.

پاکستان لوبډله هدف تر رسیدو مخکې په ۲۳م اور کې په ۶۳ منډو وسوزیده او لوبه یې د ۱۸۵ منډو په ستر توپیر افغان لوبډلې ته وبایلله.

د افغانستان لخوا په توپ اچونه کې مجیب ځدران ۵، قیس احمد ۳ او وفادار یو لوبغاړی وسوزاوه.

ددې لوبې غوره لوبغاړی اکرام فیضي او د تورنمنټ غوره لوبغاړی د ډیرو ویکټو په ترلاسه کولو سره مجیب ځدران وټاکل شو.

په دې سیالیو کې لوبډلې په دوه ګروپونو ویشل شوې وې،چې په الف ګروپ کې یې بنګله دېش،هندوستان،مالیزیا او نیپال لوبډلې وې او همدارنګه په(ب) ګروپ کې افغانستان،سریلانکا،پاکستان او متحده عربي اماراتو لوبډلو شتون درلود.

افغان لوبډلې په خپل ګروپ کې یواځې له سریلانکا څخه ماتې خوړلې وه او پاکستان او متحده عربي امارتو ته په ماتې ورکولو یې نیمه پای لوبې ته لارموندلې وه.

په نیمه پای لوبو کې پاکستان بنګله دېش ته په ماتې ورکولو او افغانستان نیپال ته په ماتې وکولو پای لوبې ته لاړې او په خپله ګروپ کې سره بیا مخامخ شوې،چې افغان لوبډلې پکې پاکستان ته په ۱۸۵ منډو ستر توپیرماتې ورکړه او د اسیایې جام اتلولي یې وګټله.

نصرت الله عمرزی