د ماین ضد نړیواله اداره وایي چې افغانستان لا هم د ماینونو د موجودیت له پلوه د نړۍ تر ټولو خطرناک هیواد دی.
دې ادارې په خپل یوه تازه خپاره شوي راپور کې ویلي، چې په ۲۰۱۵ میلادي کال په افغانستان کې د ماینونو چاودنو له امله ۵۳۲ تنه وژل شوي او ۸۷۸ نور ټپیان شوي دي.
د دې لپاره چې افغانستان د ماینونو له موجودیت څخه پاک شي، څه کول اړین دي؟
د سیاسي مسایلو کارپوه او د پوهنتون استاد خوشال جواد نظر مو یې په اړه پوښتلی.
دلته یې واورئ.