پنجشنبه , 25 اپریل 2024

افغانستان په ایرلینډ ریکارډونه جوړ کړل

لیکوال: حضرت عثمان نوري مومند

د (جي پي) کپ ۵۰ اوریزه کرکټ سیالیو د نامه لاندې افغانستان د ایرلېنډ سره په یو شل اوریز سیریز (لوبلړۍ) کې افغانستان ۳ درې د ۰ صفر په وړاندې له ایرلېنډ څخه مخکښ او ګټونګی و. خو بیا دپنځوس اوریزه سیریز (لوبلړۍ) په درشل کې افغانستان د ایرلېنډ  لومړۍ اودوهمه یو ورځنۍ سیالۍ ګټلې وې، خو دریمه او څلورمه سیالي افغانستان ایرلینډ ته بایللې وه، چې د روان سیریز په جریان کې افغانستان د ایرلینډ په وړاندې ۲ دوه په ۲ دوه مساوي و، چې ننۍ  لوبه فاینل لوبه بلل کېدله؛ چې بریا یې افغانستان په خپل نوم کړه.

افغانستان د (جي پي) کپ نامه لاندې په ترسره شویو لوبو کې هم ستر ریکارډونه له نورو لوبډلو څخه  په خپل نوم کړل

لومړی دا چې په (جي پي) کپ سیالیو کې افغانستان یو تاریخي ریکارډ د انګلېنډ څخه هم په خپل نوم کړ، انګلینډ له افغانستان څخه وړاندې په پرلپسې ډول په ۸ نړیوالو ۲۰ اوریزه سیالیو کې پرلپسې بریاوې په خپل نوم کړې وې، چې افغانستان یې دا ریکارډ له خاورو سره خاورې کړ؛ او افغانستان د پرلپسې ۱۱ شل اوریزو سیالیو بریاوې په خپل نوم ثبت کړې..

دوهم دا چې افغانستان لومړی په ۳ درې شل اوریزه سیالیو او بیا په لومړیو ۲ شل اوریزه سیالو کې پنځه پرلپسی ماتې ایرلنډ ته ورکړې وې.

دریم دا چې د ایرلېنډ او افغانستان ترمېنځ تېر سیریز (لوبلړۍ) کې افغانستان ۵۰ شپږیزې وهلې وې، له دې وړاندې به ۲۰۱۵م کال کې جنوبي افریقا د نیوزیلانډ په وړاندې ۴۹ شپږیزې وهلې وې.

څلورم دا چې افغانستان د ايرلينډ پر وړاندې په ۲ دوهمه نړیواله یو ورځنۍ سیالۍ کې  ٣٣٨ منډې جوړې کړې چې په يو ورځنيو لوبو کې دا د افغانستان له لوري تر ټولو زياتې منـډې وې، تر دې مخکې په ٢٠١٤ زيږديز کال کې افغانستان د متحده عربي اماراتو پر وړاندې ٣٠٢ منډې جوړې کړې  وې.

پینځم دا چې په دوهمه لوبه کې افغان لوبـډلمشر اصغر ستانکزى چې نن یې خپله ۷۲ مه نړیواله يوه ورځنۍ سیالۍ ترسره کړه؛ چې  په ۶۹مه نړیواله یو ورځنۍ سیالۍ کې اضغر ستانکزی دوهم افغان لوبډلمشر شو چې  په خپله لوبډلمشرۍ کې یې لومړنۍ سلیزه یی وهلې وه.

شپږم دا چې د روان  پنځوس اوریز سیریز په دوهمه لوبه کې يو نړيوال ريکارډ هم جوړ شو، هغه دا چې د يوه ورځني کرکټ په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره په يوه لوبه کې دوو لوبغاړو شپږ ، شپږ لوبغاړي وسوځول. د افغانستان له لوري راشد خان او د ايرلينډ له لوري پال سټرلينګ.

اووم دا چې ملي لوبغاړى راشد خان لومړى افغان توپ اچوونکى شو چې د کرکت په يوه ورځنۍ نړيواله لوبه کې شپږ مخالف لوبغاړي سوځوي. تر دې مخکې رحمت شاه او حميد حسن پنځه، پنځه لوبغاړي سوځولي وو.

اتم دا چې د ايرلينډ پال سټرلينګ د نړۍ دويم لوبغاړى شو چې په يوه ورځنۍ لوبه کې هم شپږ ويکټې اخلي او هم يې زياتې ٩٥ منډې جوړې کړې. تر دې مخکې دانګلستان پال کلنګووډ په لوبه کې شپږ ويکټې اخيستې وې او سليزه يې هم وهلې وه.

نهم دا چې ۳ افغان لوبڅارانو هم دلومړي ځل په ګریټر نوېډا لوبغالي کې د افغانستان لپاره د  ۵ یو ورځنیو او ۳ شل اوریزه سیالیو په لوبڅارۍ کې هم ونډه لرله؛ چې له جملې څخه یې حاجي بسم الله جان شینواري، احمدشاه پکتین او احمدشاه دراني هغه ۳ افغان لوبڅاران وو چې په ملي لوبو کې لوبڅاري کوله، چې دا هم د ډېر ویاړ ځای دی د افغانانو لپاره چې ۳ پیاوړي افغان لوبڅاران په ملي لوبو کې د لومړي ځل  د لوبو لوبڅاري کوي.

لسم دا چې د افغانستان ګوګلي ماسټر او خطرناکه توپ ویشتونکی ۱۹ کلن راشدخان ارمان په ننۍ لوبه کې د پخواني تېز توپ ویشتونکي حمید حسن مومند یادونه راتازه کړل، حمید حسن په ۲۶ نړیوالو یو ورځينو ترسره شوې سیالبو کې ۵۰ ویکېټې اخیستې وې، چې نن ګوګلي ماسټر راشېدخان د هغه یادونه راتازه او د هغه ریکارډ یې په خپل نوم کړ.  او په ننۍ لوبه کې یې د ایرلینډ ۴ څلور پیاوړي لوبغاړي له مخې پورته کړل؛ چې راشېد خان په ۲۶مه نړیواله یو ورځنۍ سیالۍ کې ټول ټال ۵۳ ویکټې لري.

یوولسم دا چې دا لومړی ځل و چې د جنرال پټرولیم افغاني شرکت ددې لوبو مالي لګښتونه په غاړه اخیستي و. د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس شکرالله عاطف مشعل په کابل کې د جنرال پټرولیم له مسئول تاج الدین مومند سره د افغانستان او ایرلنډ د درې نړیوالو شل اوریزو او پنځه نړیوالو یو ورځینیو سیالیو د مالي ملاتړ تړون لاسلیک کړی و.

دولسم دا چې  په روان سیریز (لوبلړۍ)  په جریان کې دا لومړی ځل و چې د افغانستان کرکټ بورډ د عمومي ریاست د پرېکړې پر بنسټ پیاوړی لوبغاړی راشد خان ارمان د افغان کرکټ ملي لوبډلې مرستیال لوبډلمشر په توګه په داسې حال کې وټاکل شو چې د پخواني لوبډلمشر محمد نبي، او تجربه کاره توپوهونکو سمیع الله شینواري، ګل بدین نایب، شفېق الله شفق  په شتون کې د مرستیال لوبډلمشرۍ دنده نوموړي ته ورکړل شوه.

دیارلسم دا چې دا لومړی ځل و چې د (جي پي) کپ افغاني شرکت ترنامه لاندې دا لومړی ځل و، چې د افغانستان پارلمان د نارینه او ښځینه غړو په ګډون ګڼ شمېر افغان فلمي لوبغاړي هم د هندوستان ګریټرنویډا لوبغالي ته دلوبغاړو د تشویق لپاره هم ورغلي و.

په وروستۍ یا فاینل لوبه کې چې نن (جمعه) چې د روانې مارچ میاشتې ۲۴مې نېټې سره یې سمون درلوده، دهندوستان په ګریټر نویډا لوبغاړي کې ترسره شوه، د افغانستان لپاره پکې ۳ درې بدلونونه راغلي وو چې سمیع الله شینواري، نجیب ترکي او فرید ملک ته هم په لوبډله کې د لوبېدو چانسونه ورکړل شوی و، او پرځای يې نجیب ځدراڼ، حشمت الله شهېدي او تخنیکي توپوهونکی نورعلي ځدراڼ له لوبې کېنول شوي وو.

 

په ننۍ (فاینل) لوبه کې ټول توپ ویشتونکي د اصغرخان ستانکزي لخوا وازمایل شول، چې په لومړیو ۱۴ اورونو کې افغانستان د ایرلېنډ یو لوبغاړی وسوځاو. په ټوله کې راشېد خان ارمان ۴، فرید ملک ۳، ، دولت ځدرآڼ ۲، او ګل بدین نایب ۱ یو لوبغاړی وسوځاوه. مېلمه ایرلېنډ لوبډلې د ۵ مې پرېکړه کونکې لوبې په ۴۹ م اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۲۹  منډې جوړې کړې او د ۲۳۰ منډو هدف یې کوربه لوبډلې افغانستان ته ورکړ، چې په دې لوبه کې افغانستان مېلمه لوبډلې ایرلنډ ته ۱۹ اضافه منډې هم ورکړې وې. د یادولو ده چې ایرلنډي کیون اوبراین په ننۍ (فاینل) لوبه کې ونه لوبېده.

د هدف د ترلاسه کولو په موخه دوه تېز توپوهونکي نجیب تره کی او ویکټ ساتونکی شهزاد محمدي ګریټر نوېډا لوبغالي ته د توپوهنې لپاره راښکته شول، که څه هم شهزاد او ترکي لوبې ته ښه پېل ورکړ؛ او د شهزاد په لوبه کې شپږیزه او څلوریزه هم شامله وه، خو شهزاد ۱۳ منډې جوړې کړې او د لوبې په پینځم اور کې یې خپله وېکټه له لاسه ورکړه. نجیب تره کی ته په روان سیریز کې یو نن چانس ورکړل شوی و؛ خو له چانس څخه یې مثبته استفاده ونه کړه؛ او نوموړي دلوبې په ۸ اتم اور کې د ۱۸ توپونو په لوبولو سره بغېر له کومې شپږیزې او څلورېزې  خپله ویکټه له لاسه ورکړه. خو د لوبې د دوام لپاره بهترینه توپوهونکی رحمت شاه زرمتی او لوبډلمشر اصغرخان ستانکزی میدان ته د توپوهنې لپاره لوبه په ښه کېدو کړه، او د دواړو توپوهونکو اوږدې ملګرتیا د افغانستان رنځ ریټ هم ښه کړ، خو اصغرخان هم د لوبې به ۲۵م  اور کې په داسې حال کې چې د افغانستان ټوټل ۹۸ منډې وې، خپله ویکټ له ۳۹ منډو وروسته ایرلنډي جورج ډکریل ته ډالۍ کړه. له اصغر ستانکزې ورورسته سمېع الله شینواری خپلې ۶۹ نړیوالې یو ورځنۍ سیالۍ کې د توپوهنې لپاره مېدان ته راغی.

افغانستان دلوبې په مېنځ کې د ۲۹ اورونو له لوبولو وروسته خپل ۳ درې لوبغاړي (شهزاد، نجیب تره کی، او اصغر ستانکزی) هم له لاسه ورکړي و. چې ټول ټال په هغه وخت کې  ۱۱۳ منډې وې. او په هغه وخت کې افغانستان ۱۱۷ منډو ته په ۱۲۶ توپونو او ۷ لوبغاړو اړتیا درلودله.

سمېع الله شینواري د رحمت شاه زرمتي سره هم  ښه پارټنرشېف وکړ، د سمېع الله شینواري په توپوهنه کې هم شپږیزې او څلورېزې شاملې وې.  رحمت شاه زرمتي هم ښه توپوهنه وکړه او د لوبې په ۴۸م اور کې نوموړي په ۱۲۵ توپونو سلیزه (۱۰۱) منډې جوړې کړې، چې په لوبه کې یې ۱۰ لس څلوریزې هم شاملې وې، چې دا د زرمتي په روان سیریز کې د ۲ نړیوالو نیمه سلیزو وروسته یې نن هم له مسؤلیته ډکه لوبه وکړه.  ددې ترڅنګ چې زرمتي ښه توپوهنه وکړه سمېع الله شینواري هم ښه توپوهنه وکړه او نوموړي په ۴۲م اور کې په ۶۵ توپونو د څلور څلوریزو او یوې سترې شپږیزې په ګډون یې خپله نیمه سلیزه ووهله. دواړو افغان توپوهونکو سیمع الله شینواري او رحمت شاه زرمتي هم ښه او چټګ پارټنرشیف ترسره کړ او دواړو لوبغاړو  ۱۳۳ منډې په ۱۴۴ توپونو جوړې کړې چې زرمتي په شپږیزه لوبې ته د پای ټکی کیښوده.

ددې لوبې بریا افغانستان په ۷ ویکټو خپله کړه چې د لوبې غوره لوبغاړی رحمت شاه زرمتی وټاکل شو چې  نوموړي نن ۱۰۸ چټکې منډې او بهترینه سلیزه یې جوړې کړه.

د یادولو وړ ده د کرکټ نړیوالې شورا په هغه خپره کړې خبرپاڼه کې چې له دې سیریز څخه وړاندې خپره شوې وه، په  نړیواله درجه بندۍ کې افغانستان په يو ورځنيو نړيوالو لوبو کې د ۵۳ پاینټونو په لرلو سره لسم مقام خپل کړ..

ددې لوبو او د دواړو لوبلړیو د بریا #مبارکي زموږ له خوا ومنئ !