سه شنبه , 16 اپریل 2024

افغاني کتاب ژباړونکي او دهغوي ستونزې؟

 

ژباړه له یوې داسې عملیې څخه عبارت ده چې، په واسطه یې د یوې ژبې د ویونکو دود، دستور، افکاراو احساسات بلې ژبې ته انتقالیږي.

د ژباړې د اهمیت په اړه باید ووایو چې که ژباړه نوای، نو مونږ نشوه کولای چې. د بیلابیلو ژبو د ویونکو له تجربو ، افکارو او لاسته راوړنو څخه ځان خبر کړو،بلکه همدا ژباړه ده چې مونږ کولای شو د بیلابیلو ژبود پورتنیو توکو په اړه پوهه ترلاسه کړو.

خو له بده مرغه چې زمونږ هیواد افغانستان کې د ژباړې فن لکه دنورو فنونو په څیر ډیرې ستونزې لري .

د ژباړې لپاره د مناسبو علمي کتابونو نشتوالی، د ځانګړو علمي څانګو لپاره د قاموسونو نه شتون، د ژباړې له فن سره د خلکو کم علاقه ګي، په یو وخت کې ددوو ژباړونکو لخوا دیو کتاب ژباړه او د ژباړې لپاره د منظمو ماشینونو نشتوالی هغه ستونزې دي چې،په افغانستان کې یې د ژباړې کار سست کړی او ژباړونکي یې له ستونزو سره مخا مخ کړي دي.

په نورو هیوادونوکې د هر مسلک څښتن د خپل د مسلک اړوند کتابونه ژباړي،خو دلته ډاکتر دادبیاتو کتاب ژباړي او ادیب د طب د برخې یو کتاب ژباړي، چې په دې صورت کې مونږ نشو کولای له دوی څخه دیوې ښې ژباړې هیله ولرو.

خو که حکومت لاندنې کارونه او ژباړونکي د ژباړې په وخت کې لاندني خبرې په نظر کې ونیسي، نو شونې ده چې په نږدې راتلونکي کې د بیلابیلو علمي کتابونو د ژباړې شاهدان واوسو.

حکومت باید لاندې کړنې ترسره کړي

۱ـ هغه کسان چې د ژباړې له فن سره مینه لري، باید ورته ځانګړي کورسونه جوړ کړي، تر څو دوی پکې د ژباړې فن زده کړي.

۲ـ له نورو هیوادونو څخه د ژباړې داسې ماشینونه وارد کړي چې ، د بیلابیلو ژبو متنونه په نړیوالو ژبو وژباړي؛ تر څو ژباړن ته د یاد کتاب ژباړه اسانه شي.

۳ـ داسې یو ډیټابیس دې جوړ شي چې، په هغه کې ژباړل شوي، ترژباړې لاندې او چاپ ته چمتو کتابونه ارشیف شي، تر څو دوه ژباړونکي په یو وخت یو کتاب ونه ژباړي.

۴ـ هغه کسان چې علمي کتابونه ژباړي،هغوي ته ټاکلی معاش ورکړل شئ ، ترڅو د مادیاتو په ترلاسه

کولو سره ژباړنکي نور علمي کتابونه هم وژباړي.

ژباړونکي باید لاندې خبرې په نظر کې ونیسئ

۱ـ د کتاب تر ژباړې مخکې دې د ژباړې په اصولو او قواعدو ځان پوه کړي .

۲ـ داسې یو کتاب دې د ژباړې لپاره وټاکئ چې، دژباړونکي له مسلک سره اړخ ولګوي.

۳ـ د ژباړې لپاره دې داسې کتاب غوره کړي چې له افغاني کلتور، فرهنګ او اسلامي ارزښتونو سره په ټګرکې نوي.

۴ـ ژباړن باید په خپله ژبه اوپه هغه ژبه چې ژباړه ورڅخه کوي په بشپړ ډول وپوهیږي.

۵ـ خپل کار په ډیر دقت سره ترسره کړي، له باوري قاموسونو څخه دې ګټه واخلي او که په کومه برخه کې ستونزه پیدا کوي نو له تجربه لرونکو ژباړونکو څخه دې مشوره واخلي.

هدایت شاه (هدایت)