پنجشنبه , 25 اپریل 2024

افغان لوبغاړو دزړه دخلاصه لوبې ایرلینډ ته ۳۳۹ منډو هدف وټاکه

کپتان اصغر ستانکزي د ايرلېنډ پر ضد ډېره خوندوره لوبه وکړه، چې د ٦ شپږيزو او ٦ څلوريزو په مټ يې ١٠١ منډې وکړې، همداسې رحمت شاه او محمد شهزاد هم پنځوسيزې ووهلې او ايرلېنډ ته يې د ٣٣٩ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان او ايرلېنډ ترمينځ د ٥ پنځوس اوريزو لوبو د سيريز د دويمې لوبې پچه افغانستان وګټله او د توپوهنې پرېکړه يې وکړه

د افغانستان تکړه لوبغاړى محمد شهزاد او نور علي ځدراڼ توپوهنې ته راووتل. د توپوهنې پېل ډېر خوندور وشه او محمد شهزاد د ايرلېنډ بالران سخت وټکول، نوموړي په ٤٣ باله ٦٣ منډې وکړې او د افغانستان لومړۍ وېکټه په ٩٠ منډو وسوځېده. محمد شهزاد د ډوکريل په بال اېل بي ډبليو شو.

ورپسې رحمت شاه توپ وهنې ته راووت، خو نور علي ځدراڼ ورسره ملګرتيا ونکړاى شوه او ډېر زر يې خپله وېکټه له لاسه ورکړه. نوموړي په ٤٦ باله ٢٥ منډې وکړې او رن اوټ شو.

ورپسې د افغانستان کپتان محمد اصغر ستانکزى توپوهنې ته راووت. د افغانستان دوېمه وېکټه په ٩٤ منډو سوځېدلې وه، اصغر او رحمت شاه بيا د افغانستان منډې ١٩٠ ته ورسولې او دواړه ډېره خوندوره لوبه ترسره کړه. د ايرلېنډ د بالرانو نه يې وار پار خطا کړل، ايرلېنډ درېمه کاميابي هله ترلاسه کړه، چې د رحمت شاه وېکټه يې ترلاسه کړه. رحمت شاه په ٧٠ باله ٦٨ منډې وکړې او جويس د ډوکريل په بال کېچ کړ.

د اصغر ستانکزي د ملګرتيا لپاره سميع الله شينوارى راووت، خو خپله وېکټه يې تر ډېره ونه ساتلى شوه او په ١٨ باله يې ١٤ منډې وکړې او د سټرلنګ په بال جويس کېچ کړو.

د اصغر سره د منډو زياتولو لپاره محمد نبي راووت، خو محمد نبي هم په ١٠ باله ١٤ منډې وکړې او د شاټ وهلو په هڅه کې يې د سټرلنګ په بال پورټرفيلډ ته کېچ ورکړ

ورپسې شفيق الله شفق توپوهنې ته راغلو او د اصغر ستانکزي سره يې لوبه په مخ روانه کړه. خو اصغر ستانکزي د خوندورې سليزې وهلو نه پس خپله وېکټه له لاسه ورکړه او د ٦ شپږيزو او ٦ څلوريزو په مټ يې ١٠١ منډې وکړې. نوموړي د چيس په بال ويلسن ته کېچ ورکړ.

ورپسې ګلبدين نايب راووت، خو په صفر اوټ شه، راشد خان هم د لوبې کولو هڅه وکړه، خو په ٦ منډو يې وېکټه له لاسه ورکړه. په اخري لوبغاړو کې شفيق الله شفق ښه لوبه وکړه او په ١٧ باله يې ٣٥ منډې وکړې، چې د سټرلنګ په بال يې شاټ ووهلو او تامپسن کېچ کړ.

اخري وېکټه دولت ځدراڼ ورکړه، چې په ٣ باله يې ٣ منډې کړې وې. امير حمزه په ٠ ناټ اوټ پاتې شو.

د ايرلېنډ له خوا پال سټرلنګ خوندوره توپ اچونه وکړه او د افغانستان ٦ لوبغاړي يې وسوځول. جارج ډوکريل ٢ او پيټر چيس هم ١ وېکټه ترلاسه کړه.

افغانستان په ټاکلو پنځوس اورونو کې د ١٠ وېکټو په تاوان ايرلېنډ ته د ٣٣٩ منډو هدف وټاکه.

اوس دایرلینډ لوبډله توپ وهنه کوي.