پنجشنبه , 28 مارچ 2024

افغان نولس کلنو کرېکټ لوبډلې مالیزیا ته په لسو ویکټوماتې ورکړه

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ لوبډلې د ۲۰۱۸ کال د غوراوي په سیالیو کې خپله څلورمه لوبه له مالیزیا څخه بدون له دې چې کوم لوبغاړې یې وسوزې وګټله.

د لوبې پچه ماليزيا وګټله او خپله يې توپ وهنه پيل کړه ،چې په ۲۲،۲ اوورونو کې یې  د ټولو لوبغاړو په سوځيدو سره ۵۸ منډې جوړې کړې،او فغان لوبډلې ته یې د ۵۹ منډو هدف وټاکه.

د افغان نولس کلنو له لوري په توپ اچونه کې مجيب ځدراڼ ۶، طارق ستانکزي ۲، وفادار مومند او يوسف ځاځي يو يو لوبغاړی وسوځاوو.

افغان نولس کلنو یاد هدف په آسانۍ سره په ۵،۴ اورونو کې بې د کوم لوبغاړي له سوزیدو پوره او مالیزیا ته یې په لسو ویکټو ستره ماتې ورکړه.

په توپ وهنه کې دریش رسولي ۳۸ او نوید عبید ۲۲ ناسوزیدلې منډې وکړې.

د لوبي غوره لوبغاړی مجيب ځدراڼ وټاکل شو چې د مقابلې لوبډلې ۶ لوبغاړي يې سوځولي وو.

له دې وړاندې هم افغان نولس کلنې لوبډلې په دې سیالیو کې همدې لوبډلې مالیزیا، سنګاپور او نیپال ته سترې ماتې ورکړې وې.

ددې سیالیو په لړ  کې به افغان نولس کلنه لوبډله راتلونکې دوشنبه د جولای ۲۴ خپله پنځمه لوبه له کوربه لوبډلې سنګاپور او شپږمه لوبه به په ۲۵ نیټه له نیپال نولس کلنو لوبډلو سره وکړي.

د ۱۹ کلنو نړیوال جام په ۲۰۱۸ کال کې په نیوزلنډ کې کیږي چې ۱۶ لوبډلې په کې برخه لري. د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډله څو ځلې په نړیوال جام کې لوبېدلې او له ځينو قوي لوبډلو یې لوبې هم ګټلې دي.

نصرت الله عمرزی