چهارشنبه , 24 اپریل 2024

افغان کرکټ لوبډلې په څلورمه لوبه کې دایرلینډ لوبډلې ماتې وخوړله

 

ايرلينډ د کرکټ د پنځو يو ورځنيو لوبو (جي پي کپ) په څلورمه لوبه کې هم افغانستان ته ماتې ورکړه او د پنځو لوبو لړۍ يې دوه په دوه برابره کړه.

تر دې مخکې افغانستان ايرلينډ ته په لومړۍ دوو يو ورځنيو او تر هغه مخکې په درېيو شل اووريزو نړيوالو لوبو کې ماتې ورکړې وه.

د افغانستان په کوربه توب دا لوبې د هندوستان د پلازمېنې نوي ډيلي په ګريټر نويډا لوبغالي کې روانې دي.

افغان لوبډلمشر اصغر ستانکزي نن د څلورمې لوبې پچه هم وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه، خو يو ځل بيا لومړني افغان لوبغاړي ښه ونه ځلېدل او ژر ژر وسوځېدل .

شهزاد محمدي په ١ ، عثمان غني په ٣ او رحمت شاه په صفر منډو و سوځېدل ، ورپسې اصغر ستانکزى په ٣٣، حشمت الله شهيدي په ٢٣ ،  ګلبدين نايب په دوه منډو او راشد خان په صفر وسوځېدل.

خو په وروستيو شېبو کې محمد نبي ، شفيق الله شفق او دولت ځدراڼ ښه لوبه وکړه، نبي ٤١، شفق ٤٢ او دولت ځدراڼ ٤١ منډې وکړې.

دغه راز افغانستان په ٥٠ اوورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ٢٢٠ منډې جوړې کړې او ايرلينډ ته يې د ٢٢١ منډو هدف ورکړ.

که څه هم د  ايرلينډ لوبډله هم په پيل کې له ستونزو سره مخ شوه او څلور پياوړي لوبغاړي يې له لاسه ورکړل، خو په وروستيو شېبو کې يې کيون اوبراين ٧٢  او وېلسن ٤١ منډو جوړولو سره په اووه څلوېښتم اوور کې ياد هدف ترلاسه کړ.

د افغانستان له لوري دولت ځدران څلور او راشد خان دوه لوبغاړي وسوځول.

وروستۍ لوبه به د راتلونکې جمعې په ورځ ترسره شي.

د افغانستان او ايرلينډ ترمنځ د پنځو يو ورځنيو لوبو مالي ملاتړ جنرل پيټروليم نړيوال افغاني شرکت کړى دى.