پنجشنبه , 25 اپریل 2024

افغان کرکټ ملي لوبډله زیمبابوۍ ته ولاړه

افغان کرکټ ملي لوبډله به په زیمبابوۍ کې د انګلستان په کوربه توب د ۲۰۱۹ کال ۵۰ اوریزه نړیوال جام ته د لار موندنې په سیالیو کې ولوبیږي.

د دې سیالیو په موخه افغان لوبډله د زیمبابوۍ پلازمېنې هرارې ته ولاړه.

د لار موندنې په دې سیالیو کې لس لوبډلې په دوه ګروپونو ویشل شوي،چې افغان لوبډلې سره په (ب) ګروپ کې سکاټلېنډ، کوربه زیمبابوۍ، هانګ کانګ او نیپال لوبډلې لوبیږي.

په (الف) ګروپ کې ویسټ اینډیز، ایرلېنډ، نېدرلېنډ، پي این جي او متحده عربي اماراتو لوبډلې شتون لري.

دا سیالۍ د مارچ په څلورمه نېټه پیلیږي، خو له دې وړاندې افغان لوبډله دوه تمریني لوبې هم ترسره کړي، چې لومړۍ لوبه به د روانې فیبروري میاشتې په ۲۷مه نېټه له ویسټ اینډیز او د مارچ په لومړۍ نېټه به نېدر لېنډ لوبډلې سره لوبه ترسره کړي.

افغانستان یو ځل په ۵۰ اوریزه نړیوال جام سیالیو کې لوبیدلی او سکاټلېنډ ته یې پکې ماتې ورکړې وه.

نصرت الله عمرزی