امريکا: ايران په سيمه کې پاروونکي فعاليتونه کوي

د امريکا بهرينو چارو وزير ريکس ټيلرسن پر ايران تور پورې کړی، چې په سيمې کې يې پاروونکي فعاليتونه پيل کړي او دې سره يې منځني ختيځ کې د امريکا گټې له گواښونو سره مخ کړي دي.

ټيلرسن وويل، که دايران مخه ونه نيول شي، راتلونکي کې به امريکا لپاره د شمالي کوريا په څېر سرخوږی شي.

تر دې وړاندې د امريکا بهرنيو چارو وزير ويلي و، چې د مخکيني ولسمشر بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال د ايران او امريکا ترمنځ د اټومي تړون په اړه ايران په خپلو خبرو ولاړ دی، خو اوس وايي، چې عراق، ليبيا، سوريې، يمن، بحرين او لبنان کې د پاروونکو او ترهگرو ډلو ملاتړ کوي.

ټيلرسن زياتوي، ولسمشر ټرمپ پرېکړه کړې، دوه کاله وړاندې ايران سره شوی اټومي تړون له سره وارزوي، چې «دغه تړون د امريکا له ملي گټو سره سمون خوري که نه.»

ټرمپ د دغه تړون د ارزولو لپاره د ملي امنيت شورا په مشرۍ يو کميسيون ټاکلی دی.

ډونلډ ټرمپ د ولسمشريزو ټاکنو د سياليو پر مهال گواښ کړی و، چې واک ته له رسېدو وروسته به ايران سره شوی اټومي تړون لغوه کړي.

۲۰۱۵ کې ايران له امريکا او نړيوالې ټولنې سره اټومي تړون لاسليک کړ، چې له مخې به يې ايران يورانيم نه غني کوي او په مقابل کې يې امريکا او لويديځ هېوادونو پر ايران لگېدلي اقتصادي بنديزونه پورته کړل.

واک ته له رسېدو سره سم ډونلډ ټرمپ پر ايران نيوکې وکړې، د ايران بالسټيکي توغنديو ازموينې يې د نړيوال امنيت لپاره گواښ وبللې او ايران يې «د نړۍ د لومړي کتار ترهگر هېواد» وباله.