امریکا، پاکستان ته ۳ میاشتې ضرب الاجل وټاکه

دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف وایي ایف ټي ایف اداري د ترهګرو د ملاتړ هیوادونو لېست کې د پاکستان دشاملېدو وړاندې دې هیواد ته درې میاشتې وخت ورکړی څو د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي.

د راپورونو له مخي دغه اداره دترهګرو  دملاتړ و هیوادونو پرضد مبارزه کوي اوټول هغه هیوادونه په تور لېست کې شاملوي چې دوسله والو مخالفینو اویا سخت دریزو ډلو سره مرسته کوي

تردي وړاندي هم پاکستان د دري کلونو لپاره په همدې لېست کې پاتي شوی وو

یوځل بیا امریکا پاکستان ته ګواښ کړی که د ترهګرو له ملاتړه لاس وا نخلي نو پدې لیست کې به یې د دویم ځل لپاره شامل کړي.

امریکا ویلې چې دوي داکار نه په خپله خوښه اونه هم د افغانستان لپاره کوي بلکې دا د ټولو نړیوالو غوښتنه ده چې پاکستان دې د ترهګرو د ملاتړو هیوادونو په تور لیست کې شامل شي.

نیاز محمد خاکسار