امریکايي الوتکې دسوریي پر ښوونځې بمبار کې ۳۳ کسان وژلي

عربي رسنۍ وايي، چې د حمص او حلب له جگړو بې کوره شوې کورنۍ په دې ښوونځي کې پرتې وې، چې د بمبار له امله ښوونځی په بشپړه توگه ويجاړ شوی، پنځوس کورنۍ د ځمکې له سره ورکې شوي او هېڅ درک يې نه لگيږي.

د سوريې په رقه ښار کې پر يوه ښوونځي هوايي بريد کې لږ تر لږه دري‌دېرش کسان وژل شوي دي.

د سوريې بشري حقونو څارونکې ډلې ويلي، چې د الرقه ښار المنصوره کلي کې له جگړو بې کوره شوو خلکو په يوه ښوونځي کې پناه اخيستې وه، چې هوايي بمبار پرې وشو.

«رقه کې چوپې ټولوژنې کېږي» څارونکې ډله وايي، چې د هوايي بريد له امله پنځوس کورنۍ بيخي نادرکه دي.

اسوشيټيډ پريس خبري اژانس ليکلي، چې دغه بريد امريکايي الوتکو کړی دی.

فرانس پرېس خبري اژانس ليکلي، چې تر اوسه د دېرشو کسانو مړي راويستل شوي او لا هم گڼ کسان تر خاورو لاندې دي.

عربي رسنۍ وايي، چې د حمص او حلب له جگړو بې کوره شوې کورنۍ په دې ښوونځي کې پرتې وې، چې د بمبار له امله ښوونځی په بشپړه توگه ويجاړ شوی، پنځوس کورنۍ د ځمکې له سره ورکې شوي او هېڅ درک يې نه لگيږي.

د امريکا په مشرۍ ايتلاف له ۲۰۱۴ راهيسې سوريې او عراق کې د وسله‌والو پر ضد هوايي عمليات کوي، چې د مخالفينو سربېره گڼو ولسي خلکو ته هم په کې مرگ ژوبله اوښتې ده.

امريکايي ايتلاف د روانې مياشتې په پيل کې ويلي و، چې عراق او سوريه کې په تېروتنه ۲۲۰ کسان وژل شوي، خو ازادې سرچينې وايي، چې د امريکايي ايتلاف په بمباريو کې زرگونو کسان وژل شوي دي.

۲۰۱۱ راهيسې، چې سوريه کې د ولسمشر بشار اسد پر ضد پاڅونونه او جگړې پيل شوي، له درې لکو شلو زرو زیات کسان په کې وژل شوي او له يو ميليون زيات بې کوره شوي دي.

د پلازمېنې دمشق ختيځ ته جوبر سيمې اوسېدونکو هم رسنيو ته ويلي، چې له تېرې شپې راهيسې ايتلافي الوتکو دېرش ځله پر دغه سيمه بمبارۍ کړي او حکومتي ځواکونه پرې تورغنديز بريدونه کوي.

عربي رسنۍ وايي، سيمه کې د حکومتي ځواکونو او مخالفينو ترمنځ خونړۍ نښتې روانې دي، دغو ځايونو کې ولسي خلک له سختو ستونزو سره مخ دي او د ژوند له لومړنيو اسانتياوو هم بې برخې دي.