پنجشنبه , 25 اپریل 2024

امریکایي قوماندان افغان سولې په اړه خوشبیني ښودلې

د افغان جگړې د پای ته رسولو لپاره له طالبانو سره د تفاهم د ترلاسه کولو په هکله د امریکا د پوځ لوړپوړي قوماندان احتیاطي خوشبیني څرګنده کړې ده.

د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال جوزف ډنفورد، دغه څرگندونې کابل ته له سفر او د افغان چارواکو سره له لیدنې وروسته کړې دي. ډنفورد له طالبانو سره د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانگړي استازي زلمي خلیلزاد خبرې هر اړخیزې گڼلې او ویلي یې دي، چې سربېره پر دوحه د نورو ځایونو لکه اسلام آباد څخه هم د طالبانو سره د جگړې د پای رسیدو نښې نښانې لیدل کیږي. ډنفورد تیره ورځ د ولسمشر غني په گډون له نورو حکومتي چارواکو سره لیدنې کتنې کړې دي.