امریکایي ځواکونو سوریه کې دداعش د رهبرۍ مهم غړې وژلې

د امریکا شاوخوا ۵۰۰ سرتېري په سوریه کې دي او تر ډېره کردي ځواکونو او عرب جنګیالیو ته چې د داعش پروړاندې جګړه کوي مرسته او مشورې ورکوي

امریکایي ځواکونو سوریه کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې د رهبرۍ یو غړی وژلي. د امریکایي چارواکو په وینا، دغه اورپکي د ترکیې استانبول کې د نڅا پر یوه کلب برید کې کلیدي رول درلود.

عبدالرحمن ازبکي چې ویل کېږي د ازبکستان تبعه دی د سوریې ختیځ کې د میادین ښار کې وژل شوی. امریکایي ځواکونو ویلي، نوموړی د اسلامي دولت مشر ابوبکر البغدادي ته نژدی سړی و.

د امریکا مرکزي قومندانۍ ویاند جان توماس په واشنګټن کې وویل، “دا ځمکني عملیات و. فکر کوم ټول غواړو چې په دې تړاو څه ووایو.”

د امریکایي چارواکو په وینا، دغه اورپکي د ترکیې استانبول ښار کې د نڅا پر یوه کلب برید کې چې د نوي کال په شپه ترسره شو او ۳۹ کسان یې ووژل، کلیدي رول درلود.

د ترکیې پولیسو تر پراخو څېړنو او تعقیب وروسته د برید اصلي شکمن عبدالقادر مشاریپوف د جنورۍ په ۱۷مه ونیوه.

د امریکا شاوخوا ۵۰۰ سرتېري په سوریه کې دي او تر ډېره کردي ځواکونو او عرب جنګیالیو ته چې د داعش پروړاندې جګړه کوي مرسته او مشورې ورکوي.