امریکایې رسنۍ وایي، روسیې د ټرمپ فحش ویډیوګاني ترلاسه کړې

تېره ورځ د امریکا تلویزوني شبکې سي ان ان ویلي چې  د برتانیې د استخباراتو یو معتبر کارمند د امریکا ولسمشر باراک اوباما او منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته یو مفصل راپور وړاندي کړي چې په کي ادعا شوي چې روسیې د ټرمپ جنسي ویډیوګاني ددې لپاره تر لاسه کړي تر څو یې وروسته د فشار د آلې په توګه وکاروي.

ویل کیږي په دغه راپور د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ داسي ویډیوګاني چې هغه د یو شمېر فاحشه ښځو سره په کمره کې یو ځای لیدل کیږي او ټول لوڅ لغړ دی.

د «BuzzFeed» په نامه وېب پاڼي دغه اسناد تر لاسه کړي او ټول یې کټ مټ نشر کړي تر څو امریکايي ولس ددې راپور په اړه پریکړه وکړي.

په راپور کې ویل شوي چې داسي ویډیوګاني ثبت شوي چې په هغه کې ټرمپ د فاحشه ښځو سره په اجتماعي توګه جنسي اړیکي نیسي.

په راپور کې ادعا شوې چې د روسیې سره د ټرمپ د مالي فساد څخه پرده پرته کوي، تر څو یې وروسته پر هغه د فشار لپاره وکاروي.

ټرمپ د اسناد تر نشر وروسته سمدستي په خپل ټویټر پاڼه کې ویلي چې دا ټول درواغ خبرونه دي.

د «BuzzFeed» وېب پاڼي ویلي چې دوی د ټرمپ د انتقالي ټیم سره اړیکه ونیوله تر څو ددې راپور په اړه د هغوی نظر واخلي خو هغوی له څه ویلو څخه ډډه وکړه، خو د نوموړي مدافع وکېل «مایکل کوهین» دا هر څخه دروغ وبلل.

بلخوا د کرملین ویاند «دیمتري بیسکوف» هم د خبریالانو سره په غونډه کې وویل چې دوی هیڅ داسي معلومات په لاس کې نه لری چې هغه د ټرمپ لپاره د ګواښ اوخنډ وي.

نوموړي وویل چې داسي خبرونه ددې لپاره شایع کیږي تر څو د ټرمپ د ولسمشر کېدو تر مخه د روسیې سره اړیکي ښه خرابي کړي او هغه یې بیا په رغولو ژر ونه توانیږي.

د یادوني وړ ده چې ټرمپ به د رواني میاشتي پر شلمه نېټه په رسمي ډول د امریکا ولسمشر وټاکل شي، نوموړي د امریکا په انتخاباتو کې د دیموکرات ګوند کاندیدي هیلاري کلنټن ته ماتې ورکړې وه.