پنجشنبه , 28 مارچ 2024

امریکا: افغان ځواکونو ته ۲۵۵ عراده نوي زغره دار امریکايې ټانګونه ورکوي

د متحدو ایالتونو په نیو اورلینز کې دوو کمپنیو ته د افغان ملي اردو لپاره د ۲۵۵ زغرګاډو د جوړولو فرمایش ورکړای شو.

د افغان ملي اردو لپاره له ۲ امریکايي کمپنیو سره د ۳۳۳ ملیون ډالرو قرارداد وشو

دیفنس نیوز د جمعې په ورځ ناوخته راپور وکړ، دا قرارداد، چې ارزښت یې ۳۳۳ ملیون ډالره دی، له ټیکستورن مرین (Textron Marine) او لینډ سیستمز (Land Systems) کمپنیو سره لاسلیک شو.

دا دوې کمپنۍ له ۲۰۱۲ م کال راهیسې د افغان ملي اردو لپاره زغرګاډي جوړوي.

له ټیکسټورن کمپنۍ سره نوی قرارداد د ۲۰۱۴ م کال تر اکتوبر پورې دی. په دې قرارداد کې د زغرګاډو پُرزې او په سیمه کې د زغرګاډو سرویس او ترمیم هم شامل دی.

ټیکسټورن کمينۍ د ۲۰۱۵ م کال په اکتوبر کې ویلي و چې افغان ملي اردو ته یې له ۲۰۱۲ راوروسته ۶۲۱ زغرګاډي برابر کړي دي.