چهارشنبه , 24 اپریل 2024

امریکا اوهند پاکستان ته وروستۍ خبرداری ورکړی

دامریکا او هند مشرانو له پاکستانه په جدي ډول غوښتي چي نور دې دوه مخې تګلارې ته دپای ټکی ورکړي ترڅو دوی باوري شي نورپاکستان دترورستي ډلو ملاتړ نه کوي.

هغوی دپاکستان مذهبي ډلې هم وګواښلې چي پاکستان یې دسیاسي ګټوپه موخه کاروي چي ځینې یې په هندي کشمیرکې مستقماً جنګیږي ،خوځینې نوریې مالي ملاتړ کوي.

مودي په خپلو خبرو کې وویل چي موږ پردې خبرې وکړې او موافقه مو وکړه چې د دغو تالي څټوپه وړاندې جګړه، د ترورېزم په وړاندې جګړه او هم د تروریستانو د پټنځایونو د له منځه وړلو لپاره خپلې همکارۍ ته پراختیا ورکړو، د دوی مرکزونه او پټنځایونه به زموږ د همکارۍ یوه مهمه برخه وي.

مودي دکشمیروسله والوډلو مشرسیدسلاح الدین ترورست بللی چي دهمدې خبرې تائید ټرمپ هم کړی ،خومودې ځیني نورې داسي خبرې کړې چي هغه یې لاسته راوړنې ګڼي.کاپی خبریال