سه شنبه , 23 اپریل 2024

امریکا او روسیې په سوریه کې په سیالۍ عملیات شروع کړي

 

د امريکا دفاع وزارت تیره ورځ رسنیوته  وويل، د روسيې او امريکا متحدو ايالتونو پوځي جنرالان په سوريه کې د پوځي عملياتو په اړه خپل تماسونه زياتوي.

دواړه هېوادونه په سوريه کې جلا- جلا عمليات پرمخ بيايي.

د امريکا د هوايي ځواکونو يوه مسؤل ډګر جنرال جفري هاريګيان چې په منځني ختيځ کې د امريکا د هوايي عملياتو مسؤل دى، وويل: د امريکا او روسيې جنرالان د کوم ناسم پوهاوي د مخنيوي لپاره، اوس د تماس له يوې ځانګړي او مستقيمې کرښې استفاده کوي.

تر دې مخکې د تماس له دې کرښې د دواړو هېوادونو ټيټ رتبه منصبدارانو استفاده کوله.

دغه کرښه په ٢٠١٥میلادي کال کې وروسته له هغې ايجاد شوه چې روسيې د سوريې د ولسمشر بشارالاسد له رژيمه د ملاتړ لپاره د سوريې په جګړه کې ځان دخيل کړ.

وروسته له هغې چې د بشارالاسد ځواکونو د دغه هېواد په ختيځ کې چې د امريکا په رهبرۍ ائتلاف په کې د داعش ډلې پرضد جنګېږي، ځينې پرمختګونه وکړل، د تماسونو د دې کرښې اهميت لا حياتي شوى دى.