امریکا: ترهغې به له افغانستانه لاړ نه شو ترڅو جګړه پای ته نه وي رسیدلې

 

دامریکا دفاع وزیر ویلي چي روان ۲۰۱۷کال به د ورته پېښوپه رامنځته کیدولو سره ترټول سخت کال وي.

په همدې اړه دامریکا دفاع وزیر تیره ورځ په کابل کې دنړۍ والو ځواکونو مشر جنرال جان نیکلس سره دخبرو په مهال ویلي چي امریکا اونړۍ به له افغانستان سره دتلپاتې همکارۍ په ډول خپلو مرستوته دوام ورکوي.

هغه زیاته کې چي داکال دافغان ځواکونو اونړۍ والوپوځ لپاره سخت کال دی ،خو دوی ورسره هرډول ممکنه مرستې کوي او وضعیت په له نزدې څارې خو هغه داهم ویلي چي څوک په افغانستان دنړۍ والې ټولنې خلاف وي هغوی دافغانستان راتلوونکي نه غواړي دوی هغوی ددې دریځ دښمنان وايي.

دامریکا دفاع وزیر افغان ولسمشراوپوځي چارواکووته ډاډ ورکړ چي د دوی ماموریت لا پای ته نه دی رسیدلې ترڅو افغان دولت په پښو نه وي درېدلی اوبهرني مداخلو مخه  نه وي نیول شوې،خو ولسمشرویلي چي جګړه کورنۍ نه ده له بهره رهبري کیږي اوموخې نړۍ والې دي،اوپه کې سوځي افغانان.

داپه داسي حال کي تیره جمعه دوسله والو په بلخ کې نړۍ وال هم وننګول او د دولت سره دهمکارۍ تازه کولو ژمنې وکړي ترڅو له افغانستان څخه دپردو لاسونه لنډ کړي.