پنجشنبه , 25 اپریل 2024

امریکا دمخالیفینو دځپلو لپاره اوکراین ته دوسلو لیږولو په طرحه کار کوي

په اوکراین کې د امریکا نوی سفیر وايي، چی کېدای شي امریکا اوکراین ته وسلې ولیږي.

د اوکراین لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، امریکا پر داسې طرحه کار کوي، چې له مخې به یې اوکراین ته وسلې ولېږي او د هغو ډلو په ځپلو کې به کارول کېږي، چې روسیه یې ملاتړ کوي. کورټ والکر ویلي، چی د اوکراین د ځواکونو تجهیز به د روسیی د روانې تګلارې پر وړاندې د بدلون سبب شي.

دده په وینا په دې توګه وړاندې تګ به د امریکا او اوکراین لپاره بدې پایلې و نه لري. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم تېره اونۍ ویلي و، چې امریکا او اوکراین په ګډه کولای شي دغه تهدید ته د پای ټکی کېږدي.

سفیر بیا ویلي، چې په اوکراین کې د جګړې دفاعي حالت دغه هېواد وران کړی دی، نو ښه به وي، چې په دغه هېواد کې د روسیې سخت ګواښ ته د پای ټکی کېښودل شي.