امریکا غواړي خپل اتومي پروګرام نوی کړي

امریکا په داسې حال کې د خپل اتومي پروګرام د نوې کولو هوډ کړی چې په دا وروستیو کې د شمالي کوریا د اتومي پروګرام په اړه اندیښنې زیاتې شوې دي.

که څه هم د باراک اوباما په واکمنۍ کې هڅه شوې وه چې څو د اتومي پروګرام کمولو لپاره اتوم لرونکي هیوادونه لاس په کار شي، خو د ډونالډ ټرمپ حکومت غواړي خپل اتومي پروګرام ته وده ور کړي.

(زه فکر کوم دا کار به په نړۍ کې د اتومي وسلې د جوړولو نوی باب پرانیزي، خو دا کار امریکا د خپل ملي امنیت لپاره کوي.)

په دفاعي چارو کې یو شمېر امریکايي شنونکي وايي چې امریکا دا کار د روسیې، چین او شمالي کوریا د اتومي پروګرام په مقابل کې کوي.

په دغه پروګرام کې به ټول ځمکني،هوايي او سمندري توغندي نیوي کیږي چې اتومي کوپړۍ هم انتقالولی شي.

په دوی کې یو هم د سړې جګړې پر مهال جوړ شوي کروز توغندیو نوي کول او عصري کول هم راځي.

جمشید ملکزی