امریکا پاکستان دترهګرو دملاتړ هیوادونو په لیست کې شامل کړ

 

د امریکا متحدو ایالتونو پاکستان د هغو هیوادونو او سیمو په لیست کې شامل کړ چې تروریستانو ته خوندي پناهځایونه ورکوي.

دا خبره د افغانستان د ولسمشر یوه ویاند نجیب الله ازاد تیره ورځ په خپله فېسبوک پاڼه کې اعلان کړې او لیکلي یې دي چې امریکا دا کار نن کړی او ویلي یې دي چې د لشکرطیبه او جېش محمد په شان تروریستي ډلو په ۲۰۱۶ م کال په پاکستان کې روزنې، د پیسو ټولولو او د دغه هیواد له خاورې څخه عملیاتو ته دوام ورکړ.

د ښاغلی ازاد په وینا، د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د تروریزم په اړه په خپل کالني راپور کې ویلي چې د پاکستان پوځ او امنیتي ځواکونو د هغو ډلو پر ضد عملیات کړي چې د پاکستان په خاوره کې دننه جنګېږي؛ لکه د پاکستاني طالبانو تحریک.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویلي«پاکستان د افغان طالبانو یا حقاني شبکې په ضد د پام وړ اقدام نه دی کړی؛ خو دغه هیواد د هغو هڅو ملاتړ کړی چې دا دوې ډلې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې بهیر ته حاضروي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور وايي«پاکستان د لشکر طیبه او جېش محمد په شان ډلو پر ضد په ۲۰۱۶ م کال کې اقدام نه دی کړی. دغو ډلو په پاکستان کې تریننګ، د بسپنو ټولولو (چندې) او عملیاتو ته دوام ورکړی دی،»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې ویل شوي چې په هند کې د ماویستي یاغیانو او پاکستان مېشتو تروریستانو له لوري تروریستي حملې شوي دي.

هند او افغانستان دواړه له ډېرو کلونو راهیسې د پاکستان مېشتو ترهګرو قربانیان دي.