پنجشنبه , 25 اپریل 2024

امریکا پر ایران او شمالي کوریا توندې نیوکې کړي

 

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ملگرو ملتونو عمومي کلنۍ غونډې ته د وينا پر مهال پر ایران او شمالي کوریا توندې نيوکې کړي او زياته کړې يې ده، چې هېواد به يې د «اسلامي سخت دريځۍ» بيخ ويستلو لپاره مبارزه وکړي.

ټرمپ وويل: «هغه وخت رارسېدلی، چې بايد د القاعدې او حزب الله لبناني ډلې په څېر د ترهگرو ملاتړي هېوادونه رسوا شي.»

د امريکا ولسشمر تېره ورځ ناوخته د ملگرو ملتونو عمومي غونډې ته وويل، چې متحده ايالتونه ډېر زغم او ځواک لري، خو که متحدين يې له گواښ سره مخ شي، «موږ به شمالي کوریا په بشپړه توگه ويجاړه کړو» او زياته يې کړه، چې د ځينو دولتونو له لوري له شمالي کوریا سره مالي او پوځي مرستې د جگړې اور د لگولو په معنا دي.

ډونلډ ټرمپ پر ایران هم لفظي بريدونه وکړل، د ایران او شپږو سترو دولتونو ترمنځ شوی اټومي تړون يې د نړۍ تر ټولو «خراب» تړون او د امريکا د ټيکاو پر ضد وباله او زياته يې کړه، که د دغه تړون له لارې ايران اټومي وسلې تر لاسه کولای شي، متحده ايالتونه يې درناوي ته ژمن نه دي.

د متحده ايالتونو ولسمشر پر ایران تور پورې کړ، چې د تېلو لاسته ورغلې گټې په منځني ختيځ کې د ويجاړۍ، مرگونو او د اسراييلو د گواښونو لپاره کاروي.

ټرمپ دا هم وويل: «ایران خپل ځواک او امکانات د حزب الله وسله‌والې ډلې، د بشار اسد د ملاتړ او په يمن کې د جگړې لپاره کاروي.»

په ورته وخت کې ټرمپ ټينگار وکړ، چې هېواد يې «د اسلامي سخت دريځۍ» پر ضد جگړې لپاره چمتو والی لري.

ټرمپ وويل: د نړۍ هېوادونه بايد د ترهگرو د خوندي مرکزونو په له منځه وړلو کې مرسته وکړي او له هغو دولتونو پرده پورته کړي، چې د طالبانو، القاعدې او حزب الله غوندې ترهگرو ډلو ملاتړ کوي.»

د متحده ايالتونو ولسمشر د امريکا روانو جگړو ته په اشارې وويل، چې هېواد يې د طالبانو او نورو ترهگرو ډلو پر ضد د جگړې لارې چارې بدلې کړي او ادعا يې وکړه، چې عراق او سوريې کې ډېرې سوبې تر لاسه کړي دي.