پنجشنبه , 28 مارچ 2024

امریکا پر ایران باندې نور بندیزونه لګولي

امریکا تیره ورځ د سپټمبر په ۱۴ مه نېټه، پر ایران باندې نوي بندویزونه لګولي، چې ۱۴ حقوقي او حقیقي کسان په کې شامل دي.

د خبري رسنیو د رېپوټونو پر بنسټ، دغه کسانو یا د ایران له سپاه پاسدارن نه ملاتړ کړی او یا يې هم د امریکا د مالي سیستم پر ضد په سایبري بریدونو کې يې لاس درلود.

د امریکا د مالي وزارت اعلان کړی، چې دغو کسانو ټول حسابونه او ګټې بلاک شوي دي. د دې وزارت په وینا، چې په دې ډله کې داسې یو بنسټ هم شته، چې د ایران د بالستیک توغنديو له پروګرام نه يې ملاتړ کړی و.