امریکا په لومړي ځل د روهینګیا مسلمانانو څخه غوڅ ملاتړ وکړ

امریکا متحده ایالتونو د لومړي ځل لپاره د روهینګیا د مسلمانانو د مسلې په اړه د میانمار حکومت او پوځ پر خلاف سخت غبرګون وښود

د امریکا  د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن په اراکان کې  د مسلمانانو پر خلاف د روانو تاوتریخوالي نه  د یو ټاکلي قوم  د لمنځه وړو په توګه یادونه وکړه.

هغه وویل چې  ددې نسل وژنو  او عام وژنو  مسئولین  باید  د قانون منګولو ته  وسپارل شي.

ټیلرسن  خبري غونډې ته وویل چې  میانمار ته د سفر پر مهال د نوموړي هیواد بهرنیو چارو او د دولت  مسئولې وزیرې  اونګ سان سو چي په ګډون  د ټولو لوړپوړو چارواکیو سره په لیدنه کې  په نوموړي هیواد کې د روهینګیا مسلمانانو پر وړانډې د شدت  او تاوتریخوالي نه  په اړه خبرې وکړې. هغه وویل چې په یاد شوي هیواد کې  باید روان  دا انساني تراژیدي  او بحران  هر څه ژر پایته ورسول شي.

ټیلرسن وویل چې په میانمار کې د روهینګیا مسلمانانو پر خلاف  روان  په ښکاره توګه  نسل وژنه  او یا د یو قوم  د لمنځه وړل  دي.

ټیلرسن  د اګست په ۲۵ مه  د میانمار  د پوځ  لخوا  د روهینګیا پر مسلمانانو ترسره کړی  برید  یو ځل بیا په تنده  لهجه  وغنده  او وویل « هیڅډول  تحریک د تر اوسه پورې  ترسره شوو  نسل وژنو  او روان شدت ته  مشروعیت ورکولی نشي.»

هغه زیاته کړه چې د میانمار پوځ  او امنیتي ځواکونو  په منځ کې بعضو کسانو  او  د ځايي  قاتلینو  بې رحمانه  وژنو او ظلمونو  د روهینګیا  په  سلګونو زره تنه  ښځې، ماشومان  او نارینه  د خپلو کورونو او کلو پریښودو ته  اړ ویستلي دي. دوی  بنګلادیش ته  کډوالۍ ته  مجبور کړی شوي دي.

په اراکان کې موجودې تابلو ته په کتو سره  دا ښکاره خبره ده چې  د روهینګیا مسلمانانو  پر وړاندې  ترسره شوی  ظلم  نسل وژنه  او د یو قوم  له منځه وړل  دي.

هغه زیاته کړه چې  د امریکا  لومړنۍ  دنده  او مسئولیت  مرستو ته احتیاج  روهینګیا مسلمانانو ته  لاس رسی  او هغوې ته د لاس اوږدول  دي.

هغه زیاته کړه چې ددینه مخکې  ۴۰ میلیونه ډالره  د یادو شوو مسلمانانو سره  مرسته شوې وه  دادې  امریکا  داځل  ۴۷ میلیونه  نوره مرسته هم  اعلانوي.

ټیلرسن زیاته کړه چې  د میانمار حکومت او امنیتي ځواکونه  د نوموړي هیواد د پولو په دننه کې د هر چا حقونو ته باید درناوی وکړي  ، او هر هغه څوک  چې  نورو حقونو ته درناوی نکوي هغه ته باید  جزا ورکړي. ټیلرسن وویل چې  ددې  تراژیدۍ  او ظلمونو مسئولین  باید  د قانون منګولو ته وسپارل شي  او امریکا به ددې کسانو د محاکمې په خاطر  د خپل وس او توانه پورې هلې ځلې وکړي.

هغه وویل چې  ددې پیښو په مسئولینو باندې  بندیزونو لګولو ته  تیاری نیسي. که چیرې دا کسان  پوځیان  وي او یا هم  ځایي قاتلین.

په اراکان کې  دا نسل وژنه  یو پلان شوی  کار  دی  او مسئولین  به يي خامخا  د قانون منګولو ته وسپارل شي.