په عراق کې داعش یوه مور او د هغې څلور اولادونه په اور وسوځول

په عراق کي یوې امنیتي سرچینې رسنیو ته ویلي، چې د عراق په کرکوک کې داعش وسله والو یوه مور او د هغې څلورو ماشومانو ته اور اچولی.

سرچینه وايي، داعشیانو یادې مور او د هغې څلورو اولادونو ته، د داعش تر کنټرول لاندې د خلافت د ځمکې څخه د وتلو په تور، اور ورواچو،

سیمه کې رسنیو هم رپوټونه خپاره کړي، چې داعش یوه کورنۍ په اور سوځولې؛ کورنۍ له یوې مور او له څلورو اولادنو چې درې يې انجونې او یو يې هلک و، جوړه وه.
داعش په عراق کې په ۲۰۱۴ کال کې سر راپورته کړ، او له هغه وخته تر اوسه د عراقي ځواکونو او د هغوې د ملاتړو سره په جګړه دي.

له عراق او سوريې ورسته د افغانستان په ختیځ ننګرهار کې هم د داعش د پراخ فعالیت خبرونه ورکول کیږي.

د افغانستان ولسمشر ډاکتر اشرف غني څه موده وړاندې ولس ته په خطاب کې ویلي وه، چې ننګرهار به د داعش هدیره ګرځوي.