د اندونیزيا مرستيال ولسمشر را يوسف کالا د افغانستان د سولې عالي شورا له چارواکو سره په ځانگړې ناستې کې ويلي، چې د اسلامي همکارۍ سازمان په ملتيا به د افغانستان بحران او روانې جگړې په اړه د اسلامي هېوادونو د علماوو کنفرانس جوړ کړي.
د سولې عالي شورا له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د سولي عالي شورا مشر کريم خليلي د اندونيزيا له مرستيال ولسمشر سره په ځانگړې ناستې کې د افغان سولې او طالبانو په اړه خبرې کړي دي.
خبرپاڼه زياتوي، چې د اندونيزيا مرستيال ولسمشر په افغانستان کې د سولې راوستو لپاره افغانستان ته د هر ډول ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
را يوسف کالا ويلي: «موږ او د افغانستان ولس مسلمانان وروڼه يو او ان شاءالله د سولې په اړه به خپلې تجربې له افغانستان سره شريکې کړو.»
يوسف کالا له افغانستان سره ژمنه کړې، چې د اندونیزيا علما به د اسلامي همکارۍ سازمان په ملتيا د افغانستان بحران او سولې په اړه د اسلامي نړۍ د علماوو کنفرانس هم راوغواړي.
د سولې عالي شورا مشر د دغې ناستې په اړه له اندونيزيا د مننې تر څنگ ويلي، چې افغانستان يو جگړه ځپلی هېواد دی او د سولې عالي شورا د لويې مشورتي جرگې له پرېکړې وروسته رامنځته شوې ده.
کريم خليلي د سولې عالي شورا هڅې گټورې بللي او د ساري په توگه يې د گلبدین حکمتيار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د افغان حکومت سوله ياده کړې ده.
د سولې عالي شورا د افغان سولې او امنيت لپاره په سيمهييزې اجماع ټينگار کړی او د دې اجماع د بريا لپاره يې د پاکستان مرسته اړينه بللې ده.
ښاغلي خليلي يو ځل بيا ټينگار کړی، چې د افغانستان بحران د پوځي زور پر ځای د سولې او خبرو له لارې اوارېدی شي.