پنجشنبه , 25 اپریل 2024

انګلینډ ښځینه کرکټ لوبډلې سویلې افریقا ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته لار ومونده

انګلینډ ښځینه لوبډله د ښځینو نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې سوت افریقا ښځینه لوبډلې په دوو لوبغاړو سره ماتې ورکړه او پایلوبې ته لاره پیدا کړه.

سوت افریقا ښځینه لوبډله نن لومړۍ د منډو جوړولو پیل وکړه، چې په ۵۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځیدو د ډو پریز ۷۶ او ولوارډټ ۶۶ منډو په مرسته ۲۱۹ منډې هدف وټاکه.

انګلینډ ښځینه لوبډله ټاکل شوی هدف په ۴۹.۴ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځیدو د سارا ټایلر ۵۴ منډو په مرسته پوره کړه او لوبه د دوو لوبغاړو سره وګټله.د لوبې غوره لوبغاړی انګلینډي ښځینه لوبغاړې ټایلر وټاکل شوه، چې ۷۶ بالونو کې ۵۴ منډې جوړې کړې او اوه څلورېزې ترلاسه کړې.

د جولاۍ شلمه اسټرلیا او هند ښځینو لوبډلو دوهمه نیمه پایلوبه ترسره کوي، هره یوه لوبډله چې نوموړي لوبه وګټله د جولاۍ ۲۳مه نیټه د انګلینډ ښځینه لوبډلې سره پایلوبه ترسره کوي.

سید سالار ساجد