ايا موږ پخپله سم يو؟

محمودحقانى

موږ تل هڅه كړې/کوو يې چې د نورو عيبونه راڅرګند کړو خو خپلو عيبونو ته مو بيا پام نه وي او که څوك مو ورته پام راړوي نو هغه مو هم بد ايسي تردې چې په ځينو مواردو كې خو بيا داسې اشخاصو سره تربګني او کينه پالو نو که يوه ګوته بل ته نيسو څلور مو ځانته راڅرخي له همدې امله موږ همېشه په چارواكو سختې نيوکې کوو چې فلانکى ظالم، قاتل، فاسد، اختطافګر دى، ملي شتمنۍ لوټي، د پرديو د خوښيو لپاره خپل وطن تخريبوي، هيواد او ولس په سرو وينو کې لت پت وي، د لوږې او کار نيشتوالي له امله خلک مري او دوى د خپل فاميل سره په سياحت او عياشۍ کې بوخت دي او داسې ورته نورې نيوکې.

له يو اړخه زموږ تنقيدات اګر که پر ځاى دي ټول چارواكي “استثنا شته” مو د سرطان په دې بدې ناروغۍ اخته دي ځكه دوى داسې کړي او کوي يې.

خو له بل اړخ نه که بيا وګورو نو موږ ټول په ورته ناخوالو کې ښکېل يو د بېلګې په توګه که حقوق الله راواخلو نو تل مو هغې كې ناغيړي کړې او عبادت مو داسې طريقې سره ترسره کړی ګوندې چې پردى پور دى او محض يې د سر نه بوج ښکته کوو که اوامر يې ځان سره د محاسبې لپاره راوسپړو نو بالكل منفي درجه کې روان يو او که نواهي يې راخلو نو هغې كې مو هم تر خپل بريده سستيا نه ده کړې.

او که حقوق العباد ته سرسري نظر وکړو نو پردى مال خو داسې اسانۍ سره هضم کوو لکه د مور شيدې، د بل غيبت خپل شخصي حق ګڼو، کنځلې خو مو ورځنى معمول دى، سوداګرۍ کې خو د دويمې او دريمې درجې توکې په اول نمبر پلورو ، په روپۍ باندې لس قسمونه کوو، مزدورۍ کې که راته د څښتن نظر وي نو ډېره ښه ګني هغې كې هم د نورو نه ځان کم نه راولو بيا تر ټولو هېښوونکي لا دا چې همدې نارواو ته توجيهات هم لټوو.

نو چې حقوق الله او حقوق العباد پوره کولو کې داسې لويې نيمګرتياوې لرو نو خامخا به فاسد چارواكي، مافيا کړۍ، جنايتكاران او پرديپاله زورواکي به مو پر سر مقرر وي او داسې ناورين او بوږنوونکي حالاتو سره به مخ يو ځكه د پيغمبر صلى الله عليه وسلم وينا ده چې ” ستاسې کړنې پر تاسې حاکمانې دي” يعنې چې څرنګه مو اعمال وي هماغه ډول به مو پر سر چارواكي هم مقرريږي.

نو تر څو چې مو په ځانونو کې پوره معنى سره بدلون نه وي راوستلاى او پردي حقوق مو په اخلاص او د زړه له تله نه وي ادا کړي نو که هر څومره حکومتونه او چارواكي مو بدل کړو د حالاتو ښه کېدل، د فجايعو ختمېدل، فساد له مينځه تلل، او د سوکاله ژوند په برخه کېدل خيال است و محال است وجنون.