سه شنبه , 23 اپریل 2024

ايدز څه شى دى؟

لیکوال : حکمت الله یوسفزي

انساني وينه د دريو ډول حجرو او يو ډول مایع نه جوړه شوې په کومه کښي چي دغه درې ډول حجرې لامبو کوي. د د ویني سپینې حجرې هغه هجرې دي چي په انساني بدن کښي د ناروغيو د پېژندلو او د پېژندلو نه وروسته د ناروغيو د مکروبونو د منځه وړلو دنده په غاړه لري. ياني که کوم وخت د انسان و بدن ته يوه ناروغي ور ننوځي نو د ويني د سپينو حجرو په مرسته انساني بدن پخپله يو ډول دارو جوړوي چي د دغه ناروغۍ سره مقاومت وکړي. ياني ويلای سو چي دغه حجرې دانساني بدن دفاعي نظام دی. د اېچ آی وي وېرس دويني دغه مرستندويه حجرې له منځه وړي. د وخت په تېرېدو سره د هغه انسان په وينو کښي، چي په اېچ آی وي وايرس اخته وي د مرستندويه حجرو شمېر کميږي. کله چي د دغه مرستندويه حجرو شمېرپه وينه کښي ډېر کم شي نو د انساني بدن دفاعي نظام له واکه ولويږي. پداسي حال کښي چي د انسان دجسم دفاعي نظام ړنگ کړل شوی وي نو د انسان جسم د هر ډ‌ول ناروغيو په وړاندي لاچاره وي. پدغسي يو حالت کښي د انسان جسم حتی د زکام دمعمولي ناروغۍ په وړاندي لا هم مقاومت نه سي کولای او پدې ډول د والگی یا زکام غوندي معمولي ناروغی نه لا هم مړ کېدلای شي. کله چي اېچ آی وي  وايرس انساني دفاعي نظام ړنگ کړي نو ويل کيږي چي دغه انسان د اېډز په ناروغی اخته شو. کله چي د انسان و بدن ته د اېچ آی وي وايرس و ننوزي نو پسله څو کالو بيا د هغه نه اېډز ناروغي منځ ته راځي. خو هر هغه څوک چي پدغه وايرس اخته شي نو که وختي وي او ناوخته خامخا د اېډز په ناروغي اخته کيږي.

د ايډز پېژندل او د هغه سره مقابله

په ۱۹۸۱ ميلادي كال كې په امريكا كې د يوې ناپېژندل شوې ناروغۍ رپوټ وركړل شو. – په ۱۹۸۳ ميلادي كال كې د فرانسې د پاستور ا نسټيټوټ د ويروس كشف اود ايډز نوم كښېښودل شو. د نومړوې ناروغۍ زړه چټك خپراوى د ډيرو تلفاتو لامل شو چې د نولسمې پېړۍ د طاعون څخه يې هم تېرى وكړ.

د ۲۰۰۱ ميلادي كال د ډسمبر تر مياشتې پورې د روغتيا د نړيوالې ادارې (WHO) برآ وردونه: – د ۶۳ مليونو په شاو خوا كې وگړې په ايډز اخته شول ، چې له دې ډلې څخه ېې ۲۲ مليونه وگړو خپل ژوند له لاسه وركړى دى. يوازې په ۲۰۰۱ ميلادي كال كې پنځه مليونه وگړي نوي ورباندې اخته شول او په همدې كال كې ۳ مليونو وگړو د نوموړې ناروغې له امله خپل ژوند له لاسه وركړ. – د ايپيديمي څلورمه څبه په ۱۹۹۵ ميلادي كال كې په منځنې ختيځ او مركړي اسيا كې را دوڅاره شوه. اوس اوس په آسيا او په ځانگړي ډول په سهيلي او سهيل ختيځه اسيا كې د ۶ مليونو څخه زيات په ايډز ككړ خلك شته. په آسيا كې د نورو لويو وچو په پرتله د ناروغۍ د پرمختگ چټكتيا څو ځله ډيره ده. د اسيا په لويه وچه كې په هره دقيقه كې پنځه تنه په ككړېږي. او داسې انگېرل كېږي چې په راتلونكو شپږو كالونو كې ۱۲-۱۰ مليونو ته ورسېږي او په ۲۰۲۰ ميلادي كال كې به په نړۍ كې د مړينې لومړنى لامل شي.

په خواشينۍ سره بايد ووايم چې د روغتيا نړواله اداره په دې هكله د واقعيتونو لږ ارقام وړاندې كوي.

ايدز څه شى دى؟

يوه انتاني ناروغي ده چې د انسان د بدن د دفاعي سيستم د ناتوانۍ او ويجاړتيا لامل گرځي. او په پايله كې د ناروغيو د يعنې د فرصت لټوونكو انتاناتو او چنگاښ( سرطان) د پرمختگ او بالاخره د مړيني لامل گرځي.

د ايډز د ناروغۍ عامل څه شى دى؟

د اچ ای وی ( د انسان د دفاع ويجاړوونكى ويروس) په نوم يو ويروس دى چې د انسان په دفاعي سيستم حمله كوي او د هغه د فعاليت د ويجاړتيا لامل گرځي

د اېچ آی وي وايرس د هغو دوايرسونو کورنۍوايرسونو د کورنۍ سره تړاو لري کوم چي په بيزوبيزوگانو يا په شادي کښي و اېډز ته ورته د ايمون نظام ناروغي راپاروي. ويل کيږي چي د بيزوگانو دغه وايرس څه باندي سل کاله وړاندي و انسانانو ته واوښتی.

دا چي دغه وايرس کله، چيري او څنگه د بيزو نه و انسان ته واوښتی پدې هکله هيڅ معلومات نسته. د بيرمينگهم او الباما د پوهنتونونو وروستۍ څېړني ښيي چي په بيزوگانو کښي يو ډول وايرس چي اېس آی وي نوميږي د انسانانو د ايچ آی وي وايرس په ډول د بيزوگانو د جسد دفاعي نظام ړنگوي. ساينپوهان وايي چي د اېچ آی وي وايرس د دوو بيلو وايرسو نه منځ ته راغلی

پداسي حال کښي چي د بيزوگانو په سلگونو اقسام سته دوه ډوله بيزوگاني شيمپانزي او گوی ننز داسي وايرس په وينو کښي لري چي ورته د اېډز د وايرس اېچ آی وي مور ويل کيږي. خو د اېډز راپارونکی وايرس د دغه دو وايرسونو د سره يو ځای کېدو نه منځ ته راغلی. شېمپانزي بېزوگاني د گوی نن بيزوگانو ښکار کوي او هغه خوري. ساينسپوهان واي چي ښايي يوې شېمپانزي بيزود يوې گوی نن بيزو غوښي خوړلي وي او هغه په داسي حال کي چي دواړو په وينو کښي دوه بېل د ايمون د ناروغي راپارونکي وايرسونه درلو دل او همدارنگه دواړه وايرسونه سره يو ځای شوي او د هغه نه اېس آی وي وايرس جوړ سوی کوم چي د اېچ آی وي وايرس مور گڼل کيږي. ساينسپوهان واي چي ښايي د نن نه ٨٠ کاله وړاندي دلومړي ځل لپاره افريقايي انسانان په اېس آی وي وايرس اخته سوي چا چي د بيزوگانو غوښي خوړلې. د لومړي ځل لپاره په ١٩٥٩مېلاد ي کال کښي ديوه انسان په وينه کښي د اېچ آی وي وايرس وموندل سو. دغه موندنه د افريکا په هيواد کونگو کښي وسوه. بيا په ١٩٦٩ مېلادي کال کښي د يوه امريکايي سرتيري په وينو کښي اېچ آی ويوموندل سو. خو هغه وخت لا انسانان د اېډز د ناروغۍ نه ناخبره وه او دغه ناروغي يه نه پېژندل.