اکشي کومار د هند له خلکو بښنه وغوښته

د هندي سینما دا وتلی او په وطن مین اداکار د شنبې په ورځ لندن کې د خپل هیواد ښځینه کرکټ ټیم ملاتړ ته ورغلی و.

اکشي کومار د لوبې له پیل وړاندې د هندوستان د ښځینه کرکټ لوبغاړو سره هم ولیدل.

نوموړي په خپل ټویټر پاڼه یوه ویډو هم خپره کړه، چې پکې یبلې پښې د اورګاډي تم ځای ته منډې وهي، څو میدان ته په وخت ورسیږي.

په میدان کې د لوبغاړو د هڅونې په پار يې د هندوستان بیرغ هم له ځان سره وړی و.

په اکشي کومار وروسته له هغې په ټولنیزو رسنیو کې انتقادونه وشول، چې د هندوستان بیرغ يې سرچپه نیولی و.

له لوبې وروسته، اکشي کومار په یو جلا ټویټ کې د هند له خلکو بښنه وغوښته او وي ویل، چې په تیروتنې يې بیرغ سرچپه نیولی و. هغه هغه عکسونه هم پاک کړل، چې بیرغ پکې سرچپه نیول شوی و.

اکشي کومار د هندي سینما یو له مخکښو اداکارانو څخه ده. هغه اوس په مهال لندن کې د خپل فلم (ټولیټ) لپاره په شوټینګ بوخت دی.