ایاغواړۍ له لاندې ناروغۍ ځان وژغورئ.

په ناپاکو لاسونو دسترګو موښل داسې حالت هم زیږولې شي.
ژباړونکې: ډاکټر وکیل ” ارمان”
په انځور کې چې یې ګورئ طبابت کې ورته stye وایې . خو په ساده اصطلاح یوه سره رنګه دانه یا cyst دې چې دسر په برخه کې دسپین افرازاتو درلودونکې وي.
#شدید درد او خارښ لري.
#دسترګو څخه اوښکي راځي
#دباڼو ساحه پړسیدلي وي
زیاتره په هغه اشخاصو کې چې په ناپاکو لاسونو خپلې سترګې موښوي که کوم انتان داخل شي نو دالتهاب دمنځته راتللو سبب کیږي نتیجه کې دسترګو غدوات بندیږي او stye منځته راځي. دا حالت د هورمونونو دتغیراتو او ژور خپګان(sress) لکبله هم منځته راځي.
دا په دوه ډوله #تداوي کولاې شو.
کلیوالي (ساده) طریقه!
لمړې یوه نرمه ټوټه په ګرمو اوبو سره لمده کوو او بیا یې د همدې دانې لپاسه نیسو.ځکه دحرارت ورکولو سره ساحې ته د ویني جریان زیاتیږي دا کار باید هره ورځ ۱۰—۱۵ وارې ترسره کړو ترڅو چې ښه شي.
دوهمه طریقه کې
بیا دچایو ګرمه شمعه په سترګو باندې ږدو خو سترګې باید بندې وي دا کار تر ۴—۸ وارې په ورځ کې ترسره کوو.
دریمه طریقه کې د ګوتو په واسطه مساج هم ورکولاې شو خو دانه باید سورئ نشي ځکهدا کار باید ډاکټر په انتي سیپتیکو شرایطو کې ترسره کړي. او که په خپل سره دانه وچول شي شاید دویمي انتاني ناروغئ سبب شي او یا شاید همدا نارغي اوږده کړي.
طبي تداوئ کېanalgisic ورکوو
دپړسوب د کموالي لپاره steroied ورکوو
او داوښکو او خارښ لپاره nacl قطره ورکوو
او په څنګ کې انتي بیوتیک هم ورکوو.
دلوستلو مو مننه!