سه شنبه , 16 اپریل 2024

ایا مونږ داسې نه یوو؟

د پلار لیکونه!

یوه کس خپله مېرمن، دوه زامن او یوه لور په کور کې پرېښودل او خپله د حلالې روزي پیدا کولو په موخه یوې لرې سیمې ته ولاړ، اولادونو یې له ده سره ډېره زیاته مینه لرله او نوموړي ته یې بې اندازې درناوی درلود.

څه موده وروسته پلار یې خپل لومړنی لیک دوی ته راواستوه، زامنو یې پر ځای د دې چې لیک پرانیزي، چې څه پکې لیکل شوي دي، ټولو په خپل وار سره ښکل کړ او ویې ویل: دا لیک د هغه چا له لوري رالېږل شوی، کوم چې موږ ورسره بې کچې مینه لرو، وروسته یې پاکټ شوی لیک په یوه بخملي پوښ کې ونغاړه او په المارۍ کې یې کېښود، وخت په وخت به یې را اخیسته دوړې او خاورې به یې ترې څنډلې او بېرته به یې په همغه پوښ کې تاواوه، د پلار له هر لیک سره به یې ورته کړنه ترسره کوله.

کلونه تېر شول پلار یې له اوږدې مسافرۍ بېرته را وګرځېده، کله چې کور ته راغی، ګوري چې پرته له یوه زوی څخه یې په کور کې نور هېڅوک ندي پاتې، له هغه څخه یې وپوښتل : مور دې چېرته ده؟

زوی یې وویل: هغه ډېره ناروغه شوه، موږ پیسې نه درلودې، چې د هغې درملنه مو پرې کړې وای؛ نو له همدې امله یې ناروغي ورځ تر بلې سختېده، چې بالاخره یې له دې نړۍ سره د تل له پاره مخه ښه وکړه.

پلار په حیرانتیا سره وویل: ولې؟ زما لومړنی لیک مو نه و پرانیستی؟ د لیک ترڅنګ مې په پاکټ کې تاسو ته ډېرې پیسې را لېږلې وې!

زوی وویل : نه!

پلار یې بیا وپوښتل: ورور دې چېرته دی؟

زوی وویل: د مور له مړینې مې وروسته، داسې څوک نه وو، چې هغه ته یې نصیحت کړی وی او سمه لاره یې ورښودلې وای، هغه هم له بدو کسانو سره ملګری شو او له هغوی سره یوه نامعلوم لوري ته لاړه چې، تر اوسه یې درک معلوم نه دی!

پلار په حیرانتیا سره وویل: ولې؟

ما په خپل دویم لیک کې هغه ته لارښوونه کړې وه، چې له بدو خلکو څخه لرې ګرځه، د ښو او بدو خلکو ځانګړتیاوې مې ورته په لیک کې په ګوته کړې وې، هغه لیک مو هم ونه لوست؟

زوی وویل : نه!

پلار یې یو ځل بیا وپوښتل: خور دې چېرته ده؟

زوی یې ځواب ورکړ: له هغه هلک سره یې واده وکړ، کوم چې تل به یې د هغې د غوښتلو لپاره زموږ کور ته مرکه را لېږله، اوس د هغه د ژوند ملګرې ده او له هغه سره یې ژوند په ډېر کړاو تېرېږي.

پلار یې په خواشینۍ سره وویل: هغې هم زما لیک ونه لوست؟ چې پکې لیکلي مې وو، زه له دې کوژدې سره مخالف یم، ځکه چې دا هلک نه یوازې دا چې عزت نه لري، بلکې له یوې ښې کورنۍ سره تړاو هم نه لري او په دې اړه مې په لیک کې ورته منطقي دلایل هم ذکر کړي وو.

زوی وویل: نه!

اوس نو د څه په اړه فکر کوئ؟

دا چې ټوله ملامتیا په اولادونو کې وه، د دې پرځای چې لیکونه ولولي، تر ښکلولو او په سترګو موښلو وروسته به یې په بخملي پوښ کې ساتل.

د هغې کورنۍ په اړه فکر وکړئ، چې څنګه یې د خپلې ټنبلۍ او ناپوهۍ له امله د هوسا ژوند څومره ښه فرصتونه له لاسه ورکړل او د سترو بدمرغیو په لومه کې را ګیر شول.

کله مې چې دا کیسه واورېده، په ناڅاپي ډول مې په رپک باندې په ایښي قرآن عظیم الشان باندې سترګې ولګېدې چې، په څو ښکلو پوښونو کې تاو وو.

له ځان سره مې وویل: افسوس زموږ پر حال.

له قرآن عظیم الشان سره زما کړنه د هغو هلکانو له کړنې سره ورته ده کومه، چې د پلار له لیکونو سره یې تر سره کړې وه.

زه هم قرآن مجید ښکلوم، په خپلو سترګو پورې یې موښم؛ ډېر درناوی یې کووم؛ ښایسته بخملي پوښونه ور اغوندم، په ډېر درناوي سره یې په المارۍ کې ږدم، مګر تلاوت یې نه کووم او هغه څه چې پکې لیکل شوي ګټه نه ترې اخلم، په داسې حال کې هغه څه چې په قرآن کریم کې دي، زما د ژوند تګلاره ده.

قرآن عظیم الشان مې را واخیست له یوې سیپارې تلاوت وروسته مې ښکل کړ او له ځان سره مې پریکړه وکړه، چې هېڅکله به له قرآن مجید څخه جلا نه شم، هر وخت به یې تلاوت کووم.

د ثواب په نیت یې نورو ملګرو سره شریک کړئ!

دلیکوال له واله…