چهارشنبه , 24 اپریل 2024

ایران افغان شعیه ګان د ډېرو پیسو په بدل کې په سوریه کې جنګوي

 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په کلني راپور کې راغلي چې ایران افغان شعیه وګړي د پیسو په بدل کې د سوریې جګړې ته استولي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې راغلي، چې ایران د افغانستان، پاکستان او نورو هېوادونو شعیه وګړو ته پخپل هېواد کې ځای ورکړی، د اوسېدو اسناد یې ورکړي او د ډېرو پیسو په بدل کې یې د اسد درژیم په پلوی په سوریه کې جنګوي. امریکا په خپل راپور کې همدا راز ویلي، چې ایران په نړۍ کې د ترهګرۍ تر ټولو ستر ملاتړی دی.

دوی وايي، تهران په لبنان کې د حزب الله ډلې او په غزه، عراق او د منځني ختیځ په نورو برخو کې د ترهګرو ډلو په ملاتړ سره لا هم نړۍ کې د ترهګرۍ لوی ملاتړی دی. په رپوټ کې راغلي، ایران پر ۲۰۱۶ کال هم د ترهګرۍ د ملاتړي په توګه خپل لومړنی رول ساتلی، ځکه د ایران ملاتړ لرونکې ډلې لا هم د امریکا ګټو او ملاتړو ته یې لوی ګواښ دي. امریکا وايي، تهران لا هم د لبنان د حزب الله ډلې مالي اړتیاوې پوره کوي او په زرګونو جنګیالي یې په خپل هېواد کې روزي.

د دې راپور له مخې، د سپاه پاسدارن قدس څانګه چې بهرنی ماموریت لري، د بهرني سیاست د موخو د ترسره کولو، د استخباراتي عملیاتو پټولو او منځني ختیځ کې ګډوډۍ رامنځ ته کولو لپاره کارول کېږي.