سه شنبه , 16 اپریل 2024

ایشواریا د لتا پېښې پيل کړې

د بچن کورنۍ نږور او د سلمان خان د زړه پخوانۍ ملکه ایشواریا په دې ورځو کې سخته بوخته ده، په یو شمېر پروژو کې یې کارونه پر ځای پرېږدئ، اوس يې پښه هنري ته نړۍ هم اوږده شوې.

هغه به ډېر ژر په فیني خان فلم کې له انیل کپور سره یو ځای را ښکاره شي.

د دې فلم کیسه د هندوستان د مشهورې سندرغاړې لتا منګېشکر د ژوند پر ځينو خاطرو را څرخي، خو ایشواریا یې په‌کې د یوې مینه‌والې په توګه کار کوي چې د هغې په څېر سندرې وايي.

په دې فلم کې انیل کپور هم له ایشواریا سره کار کړی دی.

انیل کپور وايي، له ایشواریا سره یې پخواني فلمونه ښکلي دي او هیله لري چې په نوي فلم کې هم پخواني یادونه تازه کړي.

سرخط ورځپاڼه