پنجشنبه , 18 اپریل 2024

ای پي ایل کرکټ ټیمونو مالکان څوک دي؟

د هند کرکټ تجارتي سیالۍ د نړۍ په تجارتي سیالیو کې د ټولو نه زیاتې مهمې او قیمتي بلل کیږي. د نړۍ مشهور لوبغاړي پکې د ډیرو پیسو په بدل لوبیږي مثلا ویرات کوهلي د ٢٥ لکو ډالرو په بدل کې لوبیږي،چې دا د سږني کال ټولو نه زیات قیمت لرونکی لوبغاړی دی. د افغانستان راشد خان قریب شپږ لکه ډالره باندې اخیستل شوی.

قریب یوې میاشتې پورې د هند په مختلفو ښارونو کې د کرکټ دغه میله دوام لري.د ای پي ایل کرکټ اتو ټیمونو ټول مصارف هوټل، الوتکې، خواړه،لباسونه او نور ،لوبغاړو ته رسیدونکې پیسې او نور امکانات د یو څو خاصو کسانو له جیبونو راځي،چې په اصطلاح د فرنچایز مالکان بلل کیږي.

سږکال د هند په تجارتي سیالیو کې په لومړي ځل دوه افغان لوبغاړي محمد نبي او راشد خان هم د لکونو هندي روپیو په بدل برخه اخلي او د ټول افغانستان پام ېې ای پي ایل ته راگرځولی او افغانان به حتما دې نه هم خبریدل غواړي چې هغه شتمن کسان څوک دي چې د دې ټیمونو د میلونو ډالرو مصارف ېې په غاړه اخیستي او گټه ېې پکې څه ده؟

محمد نبي او راشد خان ،دوه افغان لوبغاړي چې په لومړي ځل ای پي ایل کې لوبیږي

سنرایزرز حیدراباد

اول به درته د محمد نبي او راشد خان د ټیم حیدر اباد سنرایزرز ټیم مالک کهلانیتي میران معرف کړو. هغه په اصل کې هند کې د سن تلویزون شبکې خاوند دی چې د هند په مشهورو تلویزوني شبکو کې یادیږي. سنرایزرز حیدراباد ټیم تیر کال د ای پي ایل جام گټلی و. کپتان ېې د اسټرالیا لوبغاړی ډیوډ ورانر دی او کوچ ېې هم د اسټرالیا پخوانی لوبغاړی ټام موډي دی. سږ کال دوي دوه افغان لوبغاړي د ځانه سره ملگري کړي او تر اوسه ورنه خوشاله ښکاري.

ممبي انډینز

 

د ای پي ایل بل مشهور ټیم ممبي انډینز دی، دا ټیم د هند مشهور صنعتي شرکت ریلاینس انډسټریز د خاوند مکیش امباني د میرمن نیتا امباني دی. دا چې ممبي انډینز د هند تجارتي مرکز ممبي استازتیوب کوي نو د مینه والو شمیر ېې هم د نورو ټیمونو نه زیات دی.امباني کورنۍ د هند په ډیرو نور سترو تجارتونو کې سهم لري او نوم ېې یو برانډ یا شناخت بلل کیږي. د ممبي انډینز کپتان روهیت شرما دی.مشهور لوبغاړي سچن ټنډولکر او د مشهور فلمي ستوري امیتاب بچن د کورنۍ ملاتړ هم ورسره دی.

رایزینگ پونې سپر جاینټس

د رایزینگ پونې سپر جاینټ ټیم چې د هند د مشهور لوبغاړي مهنیدر سنگ دهوني په وجه شهرت لري،اصل کې د اپي ایل دپخواني ټیم چنايي سپر کنگز ځای نیولی او خاوند ېې سنجیو گونکا دی. چې د نوي رایزنگ په نوم د ستر تجارتي شرکت مالک دی .سږ کال د پونې د ټیم کپتان د اسټرالیا لوبغاړی سمیت دی.

ممبي انډینز په ای پي ایل ټیمونو کې د ټولو نه زیات مینه وال لري

گجرات لاینز

د گجرات لاینز ټیم د کیشو بنسال په نوم د انټیکس ټیکنالوجيز کمپنۍ د مالک ټیم دی. بنسال د ای پي ایل د ټیمونو په مالکانو کې د ټولو نه کم عمر خاوند مالک دی.هغه هند کې د ځوانانو په چارو کې ډیره پانگونه هم کړیده. د ټیم کپتان ېې سریش راینا دی.

ډهلي ډیرډیول

د ډهلي ډیرډیول ټیم چې د هند د پایتخت نوي ډهلي استازیتوب کوي، د جي ایم ار گروپ په نوم شرکت سره تړلی دی. .د جي ایم ار شرکت بنگلور کې مرکز لري او د شرکت مالک ښاغلی راو او زوی ېې کرن گرندي د ټیم مالي او معنوي ملاتړ کوي.د دهلي د ټیم کپتان ظهیر خان دی .

گینگز الیون پنجاب

د هند په ای پي ایل کرکټ تجارت کې د هندي سینما ستورو هم برخه اخیستې چې دی کې یوه مشهوره سیمنايي څهره پریټي زینټا هم ده چې د کینگز الیون پنجاب ټیم یوه شریکه مالکه ده. هغې سره د ویدیا گروپ ،دابور گروپ او اپیجې سرندرا شرکتونو مالکان هم ملگري دی. د کنگز الیون پنجاب ټیم عامو خلکو کې د پریټي زینټا د ټیم په نوم مشهور دی او خپله هم د ټیم د زیاترو سیالیو په وخت د لوبغاړو ملاتړ دپاره میدان کې حاضره وي. د پنجاب گنگز الیون کپتاني سږکال د اسټرالیا لوبغاړی میکسویل کوي.

د ای پي ایل په ټیمونو د میلونو ډالرو پانگه لگول کیږی،او همدومره گټه هم لري

رایل چیلینجرز بنگلور

د رایل چیلینجر بنگلور ټیم یو وخت کې د ویجې مالیا په نوم تجار ملکیت وه خو هغه د مالیاتي جنجالونو له کبله ویل کیږي چې د هند نه بهر وتلی دی. خو د ده ټیم اوس د هغه شرکت یونایټډ سپریټس په لاس کې دی او کارونه ېې په مخ وړي. د ټیم کپتان د هند د ملي ټیم کپتان ویرات کوهلي دی چې د ټولو لوبغاړو نه په زیات ټیم اخیستل شوی او خپلو مینه والو کې ډیر شهرت لري.

کلکته نایټ رایډرز

د ای پي ایل د ټیمونو په جمله کې یو مشهور ټیم د کلکتې دی. د کلکته نایټ رایډرز شهرت وجه د ټیم د ښې لوبې سره سره د ټیم دوه مشهوره مالکان هم دي چې دواړه د هندي سینما مشهورې څهرې هم دي. د هندي فلمونومشهوره جوړه شاه رخ خان اوجوهي چاوله او د جوهي میړه جې مهتا د کلکته نایټ رایډرز ترشا ولاړ دي. کلکته چې هند کې د کرکټ قبله بلل کیږي،د دوي د ټیم مرکز دی. مشهور لوبغاړی گوتم گهمبیر ېې کپتان دی او د ای پي ایل قهرماني ېې هم دوه ځله گټلې ده.

په ای پي ایل کې د ټیم مالک کیدل ډیره ستر جیب او زړه غواړي.

دوي سره د ټیمونو انتخاب کې د کرکټ پوهان او لوبغاړي کومک کوي او د هغوي په مشهوره په لکونو بلکې په میلونو هندو روپیو لوبغاړي اخلي. لکه د حیدر اباد ټیم چې اول وار کې د افغانستان په راشد خان څلور سوه لکه هندي کالدارې ولگولې او مقابل کې راشد خان ورته سیالۍ هم وگټلې.

د افغانستان راشد خان په ای پي ایل کې په لومړي ځل گډون سره خپله وړتیا ښودلې ده

د ای پي ایل مالکانو ته د ای پي ایل گټه

د هر ټیم مالک که یو خوا په میلونو ډالر مصرفوي نو ورته بدل کې همدومره پیسې د میدان د ټکټونو،د تجارتي اعلانونو،د تلویزوني نشراتو د حقوقو او نورو وسیلو نه هم راځي. هر ټیم خپل کور میدان لري او هرې لوبې لیدو ته زرهاو خلکو راځي چې د لکونو روپو ټکټ خرڅیږي، چې د کوربه ټیم جیب ته ځي. د هر ټیم د لوبغاړو په لباس د تجارتي شرکتونو نښې لگیدلي وي چې د هغې پیسې هم د ټیم مالک ته ورځي. د کوم ټیم د لوبې کتونکي چې زیات وي د هغې د تلویزوني لوبې لیدونکو گټه هم د ټیم ادارې ته رسي.دې نه علاوه د هر ټیم مالک ځانته یو شهرت هم گټي، د تجارتي او سیاسي رقابت او د خپلې منطقې د شهرت او سیاحت زیاتولو دپاره هم کار کوي.

نو د ای پي ایل کرکټ سیالۍ په یو وخت د لوبغاړو ،لیدونکو او د ټیمونو د تمولیدونکو دپاره د گټې ،ساعتیرۍ او تجارت ستره وسیله گرځیدلي.

مطیع الله عابد