بالیووډ: یوه مور د مور فلم جوړوي

د هندي سینما ۵۳ کلنه اداکاره سریدیوي Sridevi پوره ۵ کاله وروسته یو نوې فلم – مور – جوړوي.

نوموړې په وروستي ځل په ۲۰۱۲ کال کې په انګلیش وینګلیش فلم کې کار وکړ.

د مور یا mom فلم د یوې خواخوږې مور کیسه ده، چې څنګه خپله ۱۲ کلنه لور ژغوري.

خو د لور د ژغورلو لپاره له سختو ننګونو او چلنجونو سره مخ کیږي.

ټاکل شوې یاد فلم د راروانې جولاې میاشتې په ۷ مه خپور شي.

سریدیوي له دې مخکې هم په تامیل، تیلګو، هندي، او نورو ژبو فلمونو جوړ کړي او دا يې ۳۰۰ م فلم دی.