سه شنبه , 23 اپریل 2024

بشپړ غړیتوب (د ټېسټ درجه په څه معنا) او ګټې یې څه دي؟

 

لیکوال : حضرت عثمان نوري مومند

د کرکټ نړیوالې شورا یا ای سي سي پخپله رسمي پاڼه کې لیکلي و چې ای سي سي په خپل کلني کنفرانس کې افغانستان او ایرلنډ ته د ټیسټ سیالیو غړیتوب ورکړ.

د افغانستان کرېکټ بورډ د جون په ۸مه د کرکټ نړیوالې شورا ته د بشپړ غړیتوب د ترلاسه کولو لپاره یو غوښتنلیک استولی و چې خوشبختانه زیری یې دافغانانو لپاره یو ستر ویاړ و. له غونډې وړاندې د کرکټ نړیوالې شورا مشر ډېوېډ رچرډسن رسنیو ته ویلي و چې د افغانستان کرکټ بورډ لخوا دوی ته وړاندې شوی غوښتنلیک ډېر ښه ترتیب شوی او قانع کوونکی و.

د کرېکټ نړیوالې ادارې مشر له دغو څرګندونو وروسته د بشپړ غړیتوب ترلاسه کولو لپاره هیلې نورې هم زیاتې شوې چې په پای کې افغانستان خپلې دغې هیلې ته ورسېد. له بشپړ غړیتوب سربېره افغانستان د ټېسټ لوبډلې درجه هم ترلاسه کړه چې دا هم د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې ستره لاسته راوړنه ده. له ننۍ غونډې وړاندې دا وېره هم موجوده وه چې کېدای شي افغانستان ته یوازې د ټېسټ درجه ورکړل شي.

آیرلنډ، چې له ۱۹۹۳ م کال راهیسې د کرکټ د نړیوالې شورا دوهم درجه یا اسوشیت غړی دی، په یو ورځینیو سیالیو کې ځینې ښې کامیابۍ لرلي؛ پاکستان، انګلیستان او ویست انډیز ته یې ماتې ورکړي دي. په دې توګه افغانستان او آیرلند د کرکټ د نړیوالې شورا د یوولسم او دوولسمو ټیمونو په توګه ومنل شول.

تر ۱۹۸۲ م کال پورې د ټیسټلوبو د غړیتوب لرونکو هیوادونو شمېر ۷ و، خو وروسته سریلانکا او زیمبابوې ته هم دا مقام ورکړای شو.

تر ټولو وروستی بنګله دېش ته د ټیستلوبو غړیتوب ورکړل شو. بنګله دېش په ۲۰۰۰ م کال دا درجه ترلاسه کړه او له هغه راوروسته بل هیواد ته د تیسټ میچونو مقام نه دی ورکړای شوی.

په ۲۰۱۵ م کال افغانستان د لومړي ځل لپاره په نړیوال ۵۰ اوره جام سیالیو او دغه راز په نړیوال ۲۰ اوره جام سیالیو کې ګډون وکړ. په شل اوره جام سیالیو کې افغانستان ویست انډیز ته، چې د اتلولۍ جام یې وګټلو، ماته ورکړه.

د افغانستان لپاره د بشپړ غړیتوب ګټې:

افغانستان ته د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب دا معنا ورکوي چې پاکستان، اسټرالیا، هند، انګلینډ او هر بل بشپړ غړی هېواد چې له کومو اساسي او مهمو امتیازاتو څخه برخمن دي، افغانستان به هم ترې برخمن کیږي.

لومړی: له دې وروسته به د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د څلور ورځنیو سیالو پر ځای تر ډېره له بشپړو غړو هېوادونو سره ټسټ لوبې کوي.

دوهم:  د بشپړ غړیتوب تر ټولو ستره ګټه دا ده چې د نړیوالې شورا په مهمو غونډو کې به د ګډون تر څنګ د رایو ورکولو حق هم ولري.

دریم: د افغان کرکټ بورډ کلنۍ بودیجه به یې د کال لسګونه میلیونه ډالرو ته ورسیږي چې کمه اندازه یې د کال پنځوس میلیونه ډالر اټکل شوېده او د کرکټ د پرمختګ لپاره به پرې ډېر امکانات برابر شي.

څلورم: نړیوالو اتلولیو ته به یې د ورتلو چانسونه ډېر شي او ممکن دغو سیالیو ته د غوراوي له پړاو پرته ولاړ شي.

پینځم: داخلي څلور ورځنۍ، یوه ورځنۍ، او شل اوریزې سیالۍ به یې د کرکټ له نړیوالې شورا سره رسمي وي.

شپږم: الف او د ۱۹ کلنو لوبډلو ته به یې د بشپړو غړو هېوادونو له لوبډلو سره سیریزونه په لاره اچول کیږي.

اووم: نړیوالې لوبې به یې پر تلویزونونو ښودل کیږي.

اتم: د روزونکو او لوبڅارانو په برخو کې به هم افغانستان ته ځانګړي امکانات برابریږي او په نړیوالو لوبو کې به افغان لوبڅارانو ته د لوبڅارۍ چانسونه نور هم زیات شي یعنې د هېواد لوبڅاران په نړیوالو میدانونو کې په دندو ګمارل کیدل او هم به ورته د روزنې په برخه کې ځانګړې پاملرنه کیږي.

د کرکټ د نړیوالې شورا اجرایه رئیس ریچاردسن وايي: افغانستان ته یې ځکه بشپړ غړیتوب ورکړ، چې هم یې په میدان کې ښې لوبې ترسره کړي او هم له میدان څخه د باندې یې د کرکټ اړوندې اداري چارې ښې پر مخ بیولي دي.

ای سي سي زیاتوي: چې اوس به یوه کمېته له نورو بشپړو غړو هېوادونو سره د افغانستان او ایرلنډ د لوبو پر مهالوېش کار کوي او د نورو هېوادونو له تاید وروسته به یې نېټې اعلانوي. داسې ښکاري چې د تېر په پرتله به افغان لوبډله د ښو ډېرو لوبو لپاره خپل غوره چمتوالی ونیسي.

د کرکټ د نړیوالې شورا ددې پریکړې په اساس د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ټولو افغانانو ته ددې ستر پرمختګ مبارکي وړاندې کړېده، همداراز د اجرایه ریاست او دافغانستان کرکټ بورډ لخوا هم ددې ستر ویاړ مبارکيانې او ستاینې شوېدي او دایې د افغانانو لپاره یو ستر ویاړ وباله.

په ټولنیزو رسنیو کې د افغانانو لخوا د کرکټ نړیوالې شورا په تازه ترسره شوې پریکړې ډېره خوښي څرګنده شوېده او بشپړ غړیتوب یې د افغانستان لپاره یو تاریخي ویاړ وباله. ډېری هیوادوال د بشپړ غړیتوب لپاره د افغان کرکټ بورډ مهم شخصیتونه په ګوته کوي چې له جملې څخه یې د افغانستان کرکټ بورډ پخوانی روزونکی تاج ملوک عالم ، پخواني لوبغاړي خالقداد نوري، هستي ګل عابد، الله داد نوري، کریم خان  صادق، احمدشاه، پخوانی لوبډلمشر نوروز منګل، دولت احمدزی، حمید حسن مومند، ګلبدین نائب، محمد نبي عیسی خیل، نورعلي ځدراڼ او سمیع الله شینواری یادوي او زیاتوي: نن ورځ چې د ای سي سي لخوا د بشپړ غړیتوب لپاره افغان لوبډله وټاکل شوه، د پورته شخصیتونو له برکته افغانستان دا تاریخي ویاړ ترلاسه کړ او نور دې پوښتنې ته حاجت نشته چې د کرکټ مینوال پوښتنه وکړي چې لوبه به په تلویزون ښيي که نه.