یوه بوسنیایۍ ۸۰ کلنه ښځه وايي کولې شي په خپله ژبه د سترګو هر راز ناروغیو درملنه وکړي.
دغه ښځه “حوا” نومېږي چې پخپله سیمه کې د په “طلايي ژبه” مشهوره ده. مېرمن حوا وايي چې کولې شي پخپله ژبه د سترګو هر ډول نارغیو درملنه وکړي.
مېرمن حوا یوازې خپله ژبه د سترګو په مردمک راکاږي او په دې سره د سترګو حساسیتونه، د سترګو وچوالی، التهاب(مېکروبې کېدل) ، د سترګو فشار او نورو ناروغیو درملنه کوي.
دا له ۴۰ کلونو راهیسې پر دغې درملنې بوخته ده او له لرو او پرتو سیمو کې څخه خلک ورته ورځي.
د مېرمن حوا په وینا، کله چې وړکۍ وه نیا(انۍ) یې دغه ځانګړتیاوې د نوموړې په ژبه کې پيداکړې، ځکه د حوا ورور په وړکتوب کې د “سترګو وچوالي” په ناروغۍ اخته شو، خو حوا په شوخۍ کې خپله ژبه د نوموړي په سترګو کېکاږله، خو دغه کار په رېښتیا بدله او د ورور سترګې ښې شوې او له دې کیسې وروسته د نورو خلکو د سترګو درملنې ته نسټونې بډې ووهلې.
د نوموړې په وینا اوسمهال د سترګو هر راز ناروغیو درمنله کولې شي.
مېرمن حوا ۸۰ کاله عمر لري او د بوسینا په شمال کې په یوه کلي کې اوسېږي او د کلي د اوسېدونکو په وینا، مېرمن حوا خلکو ته ډېره محبوبه ده.