بېل گېټس د الزایمر ناروغۍ څېړنو لپاره ۱۰۰ میلیونه ډالره ځانگړې کوي

بېل گېټس چې د نړۍ په کچه د سخاوتمندۍ له امله ځانگړی شهرت لري غواړي دا ځل د الزایمر ناروغۍ څېړنو برخې ته د پام وړ پیسې ځانگړې کړي.

د مایکروسافټ کمپنۍ بنسټگر تر دې دمه د خپل ژوند په اوږدو کې ۳۲٫۹۱ بلیونه ډالره مختلفو خیریه او عامه روغتیا پروژو باندې لگولي چې دغه اندازه د نړۍ تر ټولو شتمنو کسانو کې بې ساري ده.

نوموړی اوس پرېکړه کړې چې ۱۰۰ میلیونه ډالره به دوه مساوي پړاونو کې هغو ادارو ته چې د عقل زوال (Dementia) ناروغۍ په وړاندې مبارزه کوي ډالۍ کړي.

بېل گېټس خپل شخصي بلاگ کې لیکلي چې لومړی ۵۰ میلیونه ډالره به د نوموړې موخې لپاره چې غواړي دولت او صنعت د دغې ناروغۍ درملنې موندلو لپاره په گډه کار کولو ته وهڅوي کې مرسته وکړي او دوهمه ۵۰ میلیونه ډالره به د الزایمر په ناروغۍ د څېړنو پیلولو ته ځانگړې شي.

بېل گېټس همداراز ویلي چې دغه مرستې به د بېل او مېلېنډا له فاونډېشن څخه نه بلکه د نوموړی له شخصي بانکي حساب څخه ورکول کېږي.

الزایمر د عقل زوال ناروغۍ یوه بڼه ده چې هر کال یوازې امریکا کې ۵ میلیونه امریکایان اغېزمنوي.

بېل گېټس خپل شخصي بلاگ کې لیکلي: «هیله لرم چې راتلونکو لسو کلونو کې به موږ دغې ناروغۍ لپاره پیاوړي درمل ولرو خو دا هم امکان لري چې خپلې موخې ته ونه رسېږو.»