د ترکيې په استانبول ښار کې د اسلامي همکارۍ سازمان سرمشريزې پرېکړه کړې، چې د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پرېکړې پر ضد بیت المقدس د فلسطین د پلازمېنې په توگه پېژني.
د ۵۷ اسلامي هېوادونو څخه د ۴۸ هغو ولسمشرانو، لومړي وزيرانو او پاچاهانو د اسراييلو په ملاتړ د امریکا پرېکړه ناسمه او يو اړخيزه وبلله او ټينگار يې وکړ، چې امریکا دې هغه پرېکړه بېرته واخلي، چې په سيمه کې د ناامنۍ او شخړو لامل شوې ده.
د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان، چې اوسمهال د اسلامي همکارۍ د سازمان مشر دی، دغې غونډې ته په پرانيستونکې وينا کې پر امریکا توندې نيوکې وکړې او د غونډې له گډونوالو يې وغوښتل، چې د ټرمپ د پرېکړې پر ضد د فلسطينيانو ملاتړ وکړي او بیت المقدس د فلسطين پلازمېنه وپېژني.
د ترکيې ولسمشر وويل، چې امریکا د اسراييلو د ترهگريزو کړنو ملاتړ کوي، په سيمه کې يې د درېيمگړي اهلیت له لاسه ورکړی او نور بايد امریکا د بې پرې درېيمگړي په توگه ونه پېژندل شي.
اردوغان غوښتنه کړې، چې د ملگرو ملتونو په گډون د نړۍ په هر ډگر کې بايد د اسراييلو په ملاتړ د امريکا د پرېکړې پر ضد غږ پورته شي.
د ترکيې له بهرنيو چارو وزارته په خپره شوې اعلاميې کې راغلي، چې د اسلامي همکارۍ سرمشريزې د ټرمپ پرېکړه د سولې او عدالت پر ضد بللې او ټينگار يې کړی، چې «امریکا په لوی لاس د سولې بهير کې د مرستې پر ځای د ښکېلاکگر اسراييلو څنگ نیولی دی.»
د اسلامي همکارۍ سرمشريزې په پرېکړهلیک کې راغلي: «د امریکا پرېکړه د سولې پر وړاندې ستر خنډ او د ترهگرۍ په گټه شوې، چې د دوو دولتونو د اواري فکر يې هم له منځه وړی دی.»
د ترکيې ولسمشر اردوغان، افغان ولسمشر اشرف غني، د ایران ولسمشر حسن روحان، د اردن پاچا عبدالله ثاني، د پاکستان لومړي وزير شاهد خاقان عباسي او د غونډې نورو گډونوالو د اسراييلو په ملاتړ د امريکا پر پرېکړې توندې نيوکې وکړې او د فلسطين د ملاتړ ژمنه يې وکړه.
د فلسطني ولسمشر محمود عباس وويل، چې القدس له اوله تر اوسه د فلسطين پلازمېنه ده او د ټرمپ پرېکړه يې «ستر جرم او د نړيوال قانون سپکاوی» بللی دی.
عباس دا هم وويل، چې امریکا نور نه شي کولای، چې د فلسطين او اسراييلو تر منځ درېمگړی شي او ټينگار يې کړی، «که بیت المقدس د فلسطين پلازمېنه نه شي، نو نه سوله شته او نه هم ارامي او ټيکاو.»
د استانبول د سرمشريزې پرېکړهليک، چې له غونډې وروسته رسنيو ته لېږل شوی، په کې راغلي، چې د غونډې ټولو گډونوالو پرېکړه کړې، چې بیت المقدس به د فلسطين د پلازمېنې په توگه پېژني او په دې اړه به د ملگرو ملتونو سربېره په هر ډگر کې د امريکا د پرېکړې مخالفت کوي.
په پرېکړهليک کې له امریکا غوښتنه شوې، چې د اسراييلو په ملاتړ خپله پرېکړه بېرته واخلي.