د اوبو، لمر او بادي برېښنا په اړه به کافي مالومات ولرئ، خو په دې اړه تازه ولولئ چې داسې یوه اله جوړه شوې چې د تودوخې د درجې په لوړېدو برېښنا تولیدوي.
د امریکا په میساچیوسټس انسټيټیوټ کې ساینسپوهانو دې الې ته د تهرمل ریزونیټر نوم ورکړی. دا اله د هوا له حرارت څخه برېښنا تولیدوي.
د دې الې برېښنايي حرکي د یوې سیمې په دوو برخو کې نصبېږي او کله چې حرارت له یوې سیمې بلې ته په حرکت کې وي، هلته د ولټیج له توپیر څخه برېښنا تولیدېږي.
د دې الې یوه بېلګه د ۱۶ ورځو لهپاره ازمایل شوې چې د هوا د لسو درجو په حرارت سره یې په لسو ورځو کې ۳۵۰ملي ولټه او ۱،۳ ملي واټه برېښنا تولید کړې ده.
خو پوهان وايي، د اوس لهپاره د الې ظرفیت ټیټ دی او په کمه درجه برېښنا تولیدولای شي، مګر زیاتوي، دوی به ژر پراختیا ورکړي او د زیاتې برېښنا د تولید په برخه کې به ترې ګټه پورته کړي.
سرخط